Language

د پکتيکا خلک د نجونو ښوونځي غواړي

ښرنه (پژوک ٣٠ غويى ٩٢): د پکتيکا ولايت خلک په خپلو سيمو او ولسواليو کې د نجونو لپاره د ښوونځيو د جوړېدو غوښتنه کوي.

د خيرکوټ ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک بهاول خان وايي، چې په ټوله ولسوالۍ کې يې د نجونو ښوونځى نشته.

نوموړي د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د خيرکوټ خلک غواړي نجونې يې زده کړه وکړي، خو تر دې مهال هلته نه د نجونو ښوونځي شته او نه دولت ورته کومه پاملرنه کړې ده.

د ده په وينا، په خيرکوټ کې امنيتي ستونزه نشته او خلک يې غواړي، چې لوڼې او خويندې يې زده کړې وکړي.

دغه راز د يحيى خېلو اوسېدونکى رحيم کټوازى هم په خپله سيمه کې د نجونو د زده کړو لپاره اسانتياوې غواړي.

دي وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې په يحيى خېلو کې سيمه ييز پوليس فعال شوي،امنيت ښه شوى او د پرمختګ او پرمختيايي کارونو لپاره زمينه برابره شوې ده.

د ده په خبره، د نجونو زده کړو او تعليم ته د نه پاملرنې له امله په ټوله پکتيکا کې ښځينه ډاکټره او قابله نشته، چې د مېرمنو د ناروغيو درملنه وکړي.

د يحيى خېلو ولسوال محمد هم وايي، چې د نجونو د زده کړو په اړه يې له ولايتي ادارې او پوهنې رياست سره خبرې کړې دي.

نوموړي پژواک ته وويل، چې يحيى خېل اوس يوه امنه سيمه ده او بايد دولت ورته پاملرنه وکړي، څو يې خلک ټولو اسانتياوو ته لاسرسى پيدا کړي.

اورګون يواځېنۍ ولسوالۍ ده، چې په کې د نجونو څلور لومړني او دوه منځني ښوونځي فعال دي.

د دې ولسوالۍ د باليشو اوسېدونکى محمدالله وايي، چې منځني ښوونځي دې د لېسې کچې ته لوړ شي تر څو د زده کوونکو لپاره لوړو زده کړو ته د تګ مخه خلاصه شي.

خو د پکتيکا د پوهنې رييس کوچى ځاځى وايي، چې په يو شمېر سيمو کې د نجونو لپاره د زده کړو او ښوونځيو د جوړېدو پلان تر لاس لاندې لري.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې يواځېنۍ ستونزه د ښځينه ښوونکو نشتوالى دى، چې د دوى پلان يې له خنډ سره مخ کړى دى.

د پوهنې د رييس په وينا،د پوهنې وزارت په پلان کې لري ،چې پکتيکا ته له نورو ولايتونو ښځينه ښوونکې ولېږي .

ځاځى زياتوي، چې پکتيکا ته د ښځينه ښوونکو په راتګ سره به په خيرکوټ، اورګون او يو شمېر نورو ولسواليو کې د نجونو ښوونځي فعال کړي.

د پکتيکا په ښوونځيو کې اوسمهال ١٤٠٠٠٠ زده کوونکي زده کړې کوي، چې نجونې د ګوتو په شمېر دي او تر دې مهاله يې د نجونو ښوونځيو فارغان هم نه دي ورکړي