Language

د ننګرهار ولايت له مقام سره د ژورنالېستانو پرېکون پاى ته ورسېد

جلال اباد (پژواک ٣١ غويى ٩٢): د ننګرهار ولايت يو شمېر ژورنالېستانو له ولايت مقام سره کړى پرېکون پاى ته ورساوه.

دغه پرېکون د هغې غونډې په ترڅ کې پاى ته ورسېد، چې پرون مازديګر په جلال اباد ښار کې د اطلاعات او کولتور د رييس اورنګ صميم سربېره د ولايت مقام استازي، د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول، د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند، د يوناما استازي، د بشري حقوقو استازي او ګڼو ننګرهار مېشتو ژورنالېستانو ګډون په کې کړى و.

د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې د بهرنيو اړيکو مسوول او د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رييس ببرک مياخېل  تر دې غونډې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، له ولايت مقام سره يې له دې امله پرېکون کړى و، چې معلوماتو ته يې لاسرسى نه درلود.

د هغه په وينا، همداراز ګڼ هغه مېلمانه او لوړ پوړي چارواکي چې له مرکزه جلال اباد ته راتلل  ځايي خبريالان پرې نه خبرېدل.

مياخېل وايي: ((ژورنالېست مالوماتو ته د لاسرسي حق لري، خو  موږ له دې ستونزې سره مخ وو.))

نوموړى زياتوي، له دې وړاندې يې هم څو ځلې د ولايت له مقام سره د يادو ستونزو د شريکولو په موخه ناستې کړې، خو يواځې ژمنې کېدې او د هوارولو يې عملي اقدامات نه سترګو کېدل.

دى وايي، چې په پرونۍ غونډه کې د ننګرهار ولايت له مقام سره يوې نتيجې ته ورسېدل او له هغه وروسته يې خپل پرېکون پاى ته ورساوه.

د ننګرهار د اطلاعات او کولتور رييس اورنګ صميم وايي، چې د ننګرهار ژورنالېستانو پر خپل وخت ورته د پرېکون اعلاميه لېږلې او ده دا ستونزه له اړوندو ارګانونو سره شريکه کړې وه.

هغه زياته کړه، چې د  ننګرهار د اطلاعات او کولتور رياست هڅه کوي، څو يو ګډ کمېسيون جوړ او دغه کمېسيون به يو ليکلى پروتوکول ترتيب کړي او له هغه وروسته به يې دواړه خواوې لاسليک کړي، تر څو په راتلونکي کې دواړه خواوې ورته ژمنې پاتې شي.

صميم زياتوي: ((ژورنالېستان هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او هر هغه څه چې ستونزه وي، په دې برخه کې به يې له منځه وړو.))

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته  ومنله، چې ښايي په تېر کې د يو لړ ستونزو له امله ژورنالېستانو ته پر وخت معلومات نه وي ورکړل شوي، خو وروسته له دې به يو متحدالمال مکتوب د ننګرهار ټولو اداراتو ته واستوي ، تر څو له مخې يې د هرې ادارې چارواکي وکولى شي له ژورنالېستانو سره معلومات شريک کړي.

هغه زياته کړه: ((د ننګرهار ولايت مقام حاضر دى چې يو ليکنى پروتوکولو له ژورنالېستانو سره لاسليک کړي.))

د عبدالزي په خبره، ژورنالېستان د ټولنې سترګې دي خو زياته يې کړه، چې چارواکي دوى ته اودوى چارواکو ته اړتيا لري.

د يادونې ده، تېره اونۍ ژورنالېستانو د ننګرهار ولايت له مقام سره پرېکون اعلان کړى و.

Related Topics