Language

 جلال اباد (پژواک٣١ غويى٩٢): د نورستان د مرکز او يو شمېر ولسواليو کې سلګونو لاريون کوونکو د دغه ولايت په مرکز پارون کې پر ولايتي ادارې او والي نيوکه وکړه، چې دغه ولايت ته له مرکزه راغلى پلاوى يې له دوى نه پټ ساتلى و.

نورستان ته د غويي په ٣٠مه له کابل څخه يو لوړپوړى حکومتي پلاوي ورغلى و. په دغه پلاوي کې د امنيت د لېږد د کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالخالق فراهي او د يو شمېر نورو وزارتونو مرستيالان او استازي شامل وو.

د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمان د غويي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نورستان والي تميم نورستاني، د دې لپاره چې خلک له پلاوي سره خپلې ستونزې شريکې نه کړي، خلکو او د ولايتي شورا غړو ته له پلاوي سره د ليدو وخت ورنه کړ.

 دى وايي: ((موږ په ولايتي شورا کې ورته په انتظار وو، خو تر ماښامه يې موږ په انتظار پرېښودو او هغوى يې تر هغې مصروف وساتل، ترڅو چې يې د تګ وخت شو.))

 هغه له مرکزي ادارې وغوښتل چې يو بل پلاوى نورستان ته واستوي، ترڅو له ولسونو سره کېني او ستونزې يې حل کړي.

 د نورستان د مرکزي شورا مشر قاضي موسى راشدي، پژواک اژانس ته وويل چې په نورستان ولايت کې ګڼې ستونزې موجودې دي.

 د ده په وينا، په دغه ولايت کې د بيارغونې کارونه نه دي شوي، اداري فساد په پراخه کچه شتون لري او نورې ګڼې ستونزې هم شته، خو د حل لپاره يې چې له مرکزه کوم پلاوى نورستان ته ورغلى و، هغه د والي تر انحصار لاندې و او له خلکو سره يې ونه کتل.

 ده زياته کړه: ((په کار ده چې له ولسونو سره دغه پلاوى وګوري، نه دا چې دننه والي سره ناست وي او بېرته په پټه ځي.))

 د راشدي په خبره، په نورستان کې ستونزې والي رامنځته کړي او هغه ستونزې، چې په ولايتي اداره کې موجودې دي، هغه دننه په ولايت کې نه هواريږي.

 د واما ولسوالۍ د کليوالي شورا رييس احسان عمري وويل، چې تېره ورځ يې هم خپل غږ پورته کړى و، چې مرکزي اداره دې خپل پلاوي ته لارښوونه وکړي چې له ولسونو سره هم وګوري، خو پلاوي تر پايه له ولسونو سره ونه کتل او بېرته کابل ته ستون شو.

 دى وايي، ډېره هڅه يې وکړه چې د ولايت مقام ته ورننوځي، خو د ولايتي ادارې له خوا ورته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.

 خو د نورستان والي تميم نورستاني پژواک ته وويل، چې له مرکزه ورغلي پلاوي له يو شمېر خلکو سره کتلي او هغوى ورته د ولس ستونزې بيان کړې دي.

  نوموړي وويل چې پلاوي سره يې د نورستان ټولې ستونزې شريکې کړې دي.

 دى وايي، پلاوي ورسره ژمنه کړې، چې د ستونزو د حل په موخه به لازم اقدامات وکړي او د مشکلاتو د هواري لپاره به له اړوندو چارواکو سره وغږيږي.

Related Topics