Language

د هرات لومړنۍ محکمې د علي سينا د وژنې په تور پنځه تنه په بند محکوم کړل

هرات ښار (پژواک٣١غويى٩٢): د هرات لومړنۍ محکمې د علي سينا د تښتونې او وژنې په تور د انجيل ولسوالۍ د پخواني امنيه قوماندان په ګډون پنځه تنه له شپږو تر ١٨ کاله بند محکوم کړل.

اته کلن علي سينا چې د نصير نوروزي په نوم د يوه سوداګر زوى و، تېر کال وتښتول شول او عاملينو يې له ٣٩ ورځو وروسته وواژه.

د دغې پېښې په غبرګون کې د هرات خلکو پراخ لاريونونه هم وکړل.

د محکمې مشر قاضي عبدالرسول منصور د متهمينو د څارنوال دعوه او بيا يې د هغوى د مدافع وکيل دفاعيه واورېده.

په پايله کې قاضي منصور د علي سينا د تښتونې او وژنې په پېښه کې د ګډون په تور درې تنه هر يو ابراهيم، عبدالرسول او بريالى په ١٨ کاله بند محکوم کړل.

دغه راز محکمې د هرات د انجيل ولسوالۍ پخواني امنيه قوماندان محمدسليم او محمد عزيز ته له تښتوونکو سره د همکارۍ په تور هر يوه ته د شپږ کاله بند سزا واوروله.

د محکمې رييس وويل، چې تورن کسان په وروستيو محکمو کې له ځانونو د دفاع حق لري.

 خو د علي سينا پلار تورنو کسانو ته ياده شوې سزا کافي ونه بلله.

هېره دې نه وي، چې درې ورځې وړاندې د ولسمشر د فرمان له مخې، د علي سينا د تښتونې او وژنې په جرم دوه تښتوونکي اعدام هم شول.