لښكرګاه (پژواك ۳۱ غويى ۹۲): د هلمند چارواکي وايي، چې سلګونو کورنيو او بهرنيو وسله والو په سنګين ولسوالۍ کې پر ملي ځواکونو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك د غويي په ۳۱ مه پژواك خبري اژانس ته وويل، دغه جګړه پرون سهار له پنځو بجو راهيسې پيل شوې او تر دې دمه په روانو نښتو کې ٢٦ وسله وال مخالفين او څلور پوليس وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د وژل شوو وسله والو يو شمېر مړي د جګړې په سيمه کې پاتې دي.
ځواک وايي، چې په دغو نښتو کې تر اوسه ګڼ شمېر وسله وال او پنځه پوليس ټپيان شوي دي.
د والي وياند وويل، په جګړه كې نږدې زرو وسله والو برخه اخيستې، چې د كورنيو ترڅنګ ګڼ شمېر بهرني وسله وال هم په شامل دي.
د هغه په وينا، په جګړه كې، عرب، پاكستاني، چيچيني، ايراني او نور بهرني شامل دي او تر دې مهاله يې جګړه د ولسوالۍ په لرو او نږدې سيمو ساروان كلا، لوړه او كښته، كلاوالو، ميان رودي، فتيزيو او نورو سيموكې روانه ده.
ځواک زياته کړه، چې افغان ځواكونو له خپلو امنيتي سيمو په بشپړ ډول ساتنه كړې او اوس مهال وسله وال له ماتې سره مخ دي.
هغه وايي، چې جګړه يواځې افغان ملي ځواکونه پر مخ وړي او بهرني ځواکونه ورسره نشته.
د سنګين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي علي احمد د ټيلېفون پر ليكه پژواک اژانس ته وويل، چې نښته د ولسوالۍ د مركزي سيمو ترڅنګ په لرې پرتو سيمو كې په داسې حال كې دوام لري، چې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زياته کړه، د دولت وسله وال مخالفين له شمالي ولسواليو سنګين ته د هلمند پر سيند د كشتيو په وسيله په داسې حال کې راغلي، چې نږدې ورته د بهرنيو ځواکونو لويه پوځي اډه هم شتون لري.
بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي په دغو بريدونو کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو ادعا يې کړې ، چې په دغو بريدونو کې د يوه قوماندان په ګډون ۱۱ پوليس وژل شوي، ١٢ ټپيان دي او دوه ټانګونه او رينجر موټر يې سوځولي دي.
د يو بل خبر له مخې، د والي وياند عمر ځواك وايي، چې تېره ورځ په لښكرګاه ښار كې نا پېژاندو وسله والو يوه مېرمن پر ډزو وژلې ده.
خو ځايي اوسېدونکي وايي، چې دغه مېرمن پوليسه وه او د لښکرګاه په هوايي ډګر کې يې دنده لرله.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.