هرات ښار (پژواک ٣١ غويى ٩٢): امنيتي مسوولين وايي، چې په هرات ښار کې يې سل کوڅه ډبي ځوانان او شينډنډ ولسوالۍ کې يې پنځه انسان تښتوونکي نيولي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېرو دوو مياشتو کې په هرات ښار کې د ځوانانو د خپلمنځي نښتو او لانجو په ترڅ کې يوولسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده زياته کړه، له همدې امله يې د هرات د ١٢ ناحيو د وکيلانو او ولسي مشرانو په سلا ټول هغه بې بندوباره ځوانان، چې په دغه ښار کې پر بدمعاشۍ تورن وو، وپېژندل او نن يې ونيول.
د هغه په وينا، له دغو نيول شوو کسانو سره چې شمېر يې سلو تنو ته رسېږي، چاقو، ځنځير او نور ممنوعه وسايل هم موجود وو.
نوموړى وايي، دغه کسان به له خپلو اړوندو دوسيو سره څارنوالۍ ته وسپاري.
نيول شوي کسان خبريالانو ته وښودل شول، خو ورسره د خبرو اجازه نه ور نه کړل شوه.
د يو بل خبر له مخې، پوليسو د شينډنډ ولسوالۍ يو ولسي مشر او شتمن د انسان تښتوونکو له منګولو وژغوره.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک اژانس ته وويل، د حاجي شيرين په نوم ياد شتمن د روانې اونۍ په لومړيو کې د شينډنډ له بالاښار سيمې څخه د خپل کور له مخې د وسله والو له لوري تښتولى شوى وو.
ده زياته کړه، دغه کس يې نن د ادرسکن ولسوالۍ په سياګردن سيمه کې د عمليات په ترڅ کې له يوه پټنځاى څخه را خوشى کړ.
د هغه په وينا، له پېښې سره په تړاو يې پنځه تښتوونکي له دوو تومانچو او يوه کرولا موټر سره ونيول.
تېره ورځ هم د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو خوشى او په تړاو يې شپږ تنه تورن ونيول شول.