کابل (پژواک، ٣١ غويى ٩٢): هندي سوداګرو له ولسمشر حامد کرزي سره په ليدنه کې په افغانستان کې پانګې اچونې ته علاقه مندي ښودلې ده.
د ولسمشر د ويندوى دفتر په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې حامد کرزي هند ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د ياد هېواد له ځينو پانګه والو او سوداګرو سره ليدلي دي.
سرچينه کاږي، په دې ليدنه کې، چې نن له غرمې مخکې په ډهلي ښار کې د ولسمشر د اوسېدو په ځاى کې ترسره شوه، په افغانستان کې د مخابراتو د ښو فرصتونو په شتون، روغتيا او د کرنې په برخو کې خبرې اترې تر سره شوې.
په دغې ناسته کې ولسمشر، هندي پانګه والو ته په افغانستان کې د شته فرصتونو او پانګې اچونې په اړه معلومات ورکړل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې هندي پانګه والو په افغانستان کې په ځانګړي ډول د مخابراتو، روغتيا او کرنې برخو کې پانګې اچونې ته علاقه مندي ښودلې او ويلي يې دي، چې په دغو برخو کې به د پانګې اچونې په موخه ژر تر ژره افغانستان يوه ډله ته واستوي، څو په ياده برخه کې څېړنه وکړي.
په دغې ليدنه کې د هندي صنايعو کنفدراسيون عمومي مشر چاندرجت بانرجي، د هند د تر ټولو لويې تصدۍ (بهارتي، چې د نړۍ په ٢١ هېوادونو کې د مخابراتو، بېمې او د خوراکي توکو د پروسس په برخو کې فعاليت کوي) مشر راکيش بارتي او د فورتيس روغتيايي خدمتونو اجرايوي مشر ملويندر موهن سينګ ګډون درلود.
همدارنګه په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر کرزي په نوي ډېلي کې له يو شمېر سکهـ او اهل هنود افغانانو سره هم کتلي دي.
په دغې ناسته کې اهل هنود او سيکهـ افغانانو د خپلو ستونزو په اړه، ولسمشر کرزي ته معلومات ورکړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، هغوى ويلي چې دوى تل خپل هېواد په زړونو کې ساتلى او غواړي بېرته په کابل، کندهار، خوست، ننګرهار، پروان او نورو هغو سيمو کې، چې دوى په کې اوسېدل، ستانه شي.
په دې اړه ولسمشر هغوى وهڅول، څو بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او دوى سره يې د هغوى د کورونو د بېرته اخيستو د همکارۍ ژمنه هم وکړه.