هرات (پژواک ٣١ غويى ٩٢): په هرات کې د اوه کسيز پلاوي څېړنه ښيي، چې درې ورځې مخکې د ملي اردو سرتېرو له خوا د شينډنډ ولسوالۍ په يو جومات کې وژل شوي دوه تنه د ديني مدرسې زده کوونکي دي.
درې ورځې مخکې په لوېديځ زون کې د ظفر قول اردو خبر ورکړى و، چې د هرات په شنډنډ کې يې دوه وسله وال طالبان وژلي دي.
د اوه کسيز پلاوي غړى او د ولايتي شورا وکيل تور محمد ظريفي د غويي په ٣١مه پژواک اژانس ته وويل، چې د اردو ځواکونو د شينډنډ ولسوالۍ په يو جومات کې د مدرسې دوه تنه طالبان وژلي دي.
هغه زياتوي، دغه پېښه د تېرې يکشنبې په ورځ د شينډنډ په عزيزاباد سيمه کې رامنځ ته شوې وه او ټاکل شوى پلاوى په دې اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.
د يادې پېښې د څېړنو په موخه د ولايتي شورا، ولايتي ادارې، حج او اوقافو او علماوو شورا له استازو جوړ پلاوي سيمې ته تر سفر وروسته وموندله، چې په بريد کې وژل شوي کسان وسله وال نه، بلکې د يوې ديني مدرسې زده کوونکي وو.
د يو بل خبر له مخې، د هرات د والي وياند محي الدين نوري وايي، چې تېره شپه په شينډنډ کې وسله والو غوښتل، چې يو کور ته په زور ننوځي، خو د کور د مېرمنې له خوا يې مخنيوى وشو.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې وروسته وسله والو د کور پر مېرمن ډزې وکړې او سخته يې ټپي کړه، چې اوس په سيمه کې د ملي اردو د ځواکونو په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.