Language

مزارشريف ( پژواک ٣١ غويى  ۹۲)  : په بلخ کې د ملي پيوستون د پروژو دويمه لړۍ  پيل شوه ، چې په ترڅ کې به يې د دې ولايت په ١١ ولسواليو کې د ٢٧ ميليون  امريکايي ډالرو په لګښت سلګونه پروژې پلې شي.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د  دويم او درېيم درجه سړکونو ، د  ښوونځيو او کلينيکونو د ودانيو ، استنادي دېوالونو،ټولنيزو شوراګانو ودانيو او وړو بندونو د جوړولو او څښاک اوبو د برابرولو پروژې د دې وزارت له بوديجې  پلې کيږي.

 د ملي پيوستون د پروژو دويمه لړۍ نن د بلخ ولايت د  دهدادي ولسوالۍ  په هزارجريب کلي کې د پراختيايي شورا د غونډو لپاره د سالون د جوړېدو د کار په پيل کېدو، پرانيستل شوه.

د بلخ ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس باسط عيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سالون به په  راتلونکو شپږ مياشتو کې د څه کم يو نيم ميليون افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شي.

د دهدادي ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر حاجي سيد مصطفی وويل،  چې په دغه ولسوالۍ کې پراختيايي شورا   د جرګو لپاره مناسب ځای نه درلود، چې د ياد سالون په جوړېدو به دغه ستونزه حل شي.

د هغه په وينا ، ډېر ژر به  په دې  ولسوالۍ کې د يو ميليون او ۶۰۰زره افغانيو په لګښت د څښاک اوبو د يوې پروژې کار  هم پيل شي.

د بلخ ولايت د کليو او پراختيا رييس باسط عيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي پيوستون په دويمه لړۍ کې د بلخ ولايت د ۱۱ولسواليو ۷۰۴کلي تر پوښښ لاندې راځي.

د هغه په وينا ، د ملي پيوستون پروژو دغه لړۍ  به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه شي  او په ترڅ کې به يې سلګونه يادې  پروژې  د ۲۷ميليون امريکايي ډالرو په  لګښت پلې شي.

چارواکي وايي، چې تر اوسه  په دې ولايت کې د ملي پيوستون ګن شمېر پروژې پلې شوي دي.

Related Topics