لښكرګا (پژواك، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۲): د هلمند چارواکي وايي، چې د سنګين ولسوالۍ په روانه جګړه کې تر اوسه ٤٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند چارواکو پرون ويلي وو، چې سلګونو وسله والو د سنګين ولسوالۍ اړوند پر يو شمېر پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي، خو ايساف، د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو د سلګونو په شمېر وسله والو خبره رد کړه او زياته کړې يې وه، چې د هغوى شمېر لسګونه دى.
پرون ځايي چارواکو ويلي وو، چې په دغو بريدونو کې ٢٦ وسله وال او څلور پوليس وژل شوي دي.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د غبرګولي په لومړۍ نېټه په لښکرګاه کې د يوې خبري غوڼډې پر مهال وويل، چې د سنګين په جګړه کې تر اوسه ٤٧ وسله وال مخالفين او پنځه دولتي سرتېري وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په دې جګړه کې دغه راز ١٨ وسله وال مخالفين او نهه امنيتي دولتي سرتېري ټپيان دي.
والي وويل، په وژل شوو وسله والو کې د طالبانو مهم قوماندانان او بهرني طالبان هم شامل دي.
جنرال نعيمي زياته کړه: ((دا د مخالفينو وروستى زور و، خو په دې کې هم ناکام شول.))
د هلمند والي وايي، چې د دولت وسله والو مخالفينو په ټولو سيمو كې د جنګ توان له لاسه وركړى، له دې امله يې د دغه ولايت په ولسواليو سربېره له كندهار ولايت څخه هم خپل كسان سنګين ته راوستلي، تر څو خپل فعاليت قوي وښيي.
نوموړي زياته کړه، دا جګړه چې درې ورځې وړاندې پيل شوې، د بهرنيو طالبانو په ګډون شاوخوا اته سوه وسله والو مخالفينو د سنګين ولسوالۍ پر امنيتي پوستو په ۱۳ سيمو کې بريدونه پيل كړي وو.
د والي په وينا، يواځې په دوو خواوو كې د دولت مخالفين يو څه پرمختګ کړى و، خو په نورو برخو كې له سختې ماتې سره مخ شول او دمګړۍ يې افغان امنيتي ځواكونو پر وړاندې عمليات پيل كړي او د ماتې په حال كې دي.
جنرال نعيم وويل، چې تر دې دمه ايساف يواځې په سيمه كې د ټپيانو په لېږدولو کې د چورلکو مرسته کړې خو په جګړه کې يې ونډه نه ده اخيستې.
نوموړى وايي، ملي ځواکونو په دې جګړه کې له درنو وسلو کار نه دى اخيستى، ځکه چې ملکي وګړو ته زيان ونه رسېږي.
هغه هيله وښوده، په سيمه مېشت افغان امنيتي ځواكونه به ډېر ژر وتوانېږي چې مخالفين له خپلو سيمو وباسي او امنيت ټينګ کړي.
د هلمند والي وايي، د سنګين پر پوستو له بريدونو د مخالفينو موخه دا وه، چې له يوې خوا په سيمه كې د جوړېدونكي سړك مخه ونيسي او له بلې خوا د كجكي د پروژې د كار مخه ډب كړي خو په دغه کار کې بريالي نه شول.