غزني (پژواک، د غرګولي لومړۍ نېټه ۹۲): امنيتي چارواکي وايي، چې تېره شپه په اندړو ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې اته وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې د اندړو په درېيو کليو سې پاى، جمال کلا او تېلبه کې يې عمليات ترسره کړي دي.
د نوموړي په وينا، د شهاب په نوم دغه ځانګړي عمليات يواځې د افغان ځواکونو له خوا په ګډه پر مخ وړل کېږي.
د سلطاني په خبره، په عملياتو کې دوه د ملي اردو او دوه د سيمه ييزو پوليسو سرتېري هم ټپيان شوي دي.
د سيمې يو اوسېدونکى عجب خان وايي، چې په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په خبره، عمليات پرون پيل شول او د شپې تر ناوخته جګړه روانه وه، چې له دواړو لورو په کې سپکې او درنې وسلې کارولې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د اندړو په جګړه کې د خپلو ملګرو مرګ ژوبله ردوي او وايي، چې د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو ١١ تنه يې وژلي دي.
مجاهد وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو په ډزو کې څلور ملکي کسان ټپيان شوي دي.