دوهم تعقيب: غزني ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): د غزني چارواکي وايي، چې په مقر ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله اووه تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لږه شېبه وړاندې (د ماخوستن شاوخوا اووه نيمې بجې) د مقر په يوه هوټل کې ځانمرګى بريد شوى دى.
د هغه په وينا، د بريد موخه په دغه هوټل کې ناست د ملي پاڅون کسان وو.
ده زياته کړه، په دې بريد کې اووه تنه، چې درې د ملي پاڅون کسان او څلور ملکيان دي، وژل شوي او ١٥ تنه نور، چې ملکي وګړي دي، ټپيان دي.
د ميراحمد په نوم د مقر ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د بريدکوونکي موخه د حبيب الله په نوم د ملي پاڅون يو قوماندان و.
ده زياته کړه، ياد شوى قوماندان چې کله د مقر په ولسوالۍ کې له يوه دوکانه راووت، نو ځانمرګي پرې بريد وکړ، چې په پايله کې دى، دوه ساتونکي يې او څلور ملکي وګړي ووژل شول.
د هغه په خبره، په دغه بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٨ ملکي کسان ټپيان شوي دي.
ميراحمد وايي، هغه ټپيان چې ټپونه يې سخت وو، په ګيلان ولسوالۍ کې د ايساف کلينيک ته لېږدول شوي دي.