ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  کاپيسا کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير ووژل شو

په کاپيسا کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير ووژل شو

author avatar
22 May 2013 - 13:09
په  کاپيسا کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير ووژل شو
author avatar
22 May 2013 - 13:09

محمودراقي (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): چارواکي وايي، چې د کاپيسا او بدخشان ولايتونو په دوو جلا پېښو کې اوه وسله وال مخالفين او يو پوليس افسر وژل شوي دي.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا ١٢بجې د کاپيسا د دويمې حصې ولسوالۍ پوليس د ګزمې پر مهال د دې ولسوالۍ په جمال اغه چوک کې تر وسله وال بريد لاندې راغلل.

د هغه په وينا، د ياد بريد له امله په رامنځته شوې نښته کې د دې ولسوالۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير عبداللطيف او درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

ده زياته کړه، چې په نښته کې د ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمدياسين او يو پوليس ټپيان شوي دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، ټپيان په کابل کې د پوليسو ٢٠٠ بستريز روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ بلل شوى دى.

هغه وويل، چې د وژل شوو درېيو واړو وسله والو مړي له يو ار پي جي راکټ او يوه پنځه ډزي ټوپک سره د پوليسو لاسته ورغلي دي.

دى وايي، چې دغه مړي تر اوسه نه دي پېژندل شوي.

بلخوا د بدخشان چارواکي په دغه ولايت کې پنځو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د بدخشان د والي وياند معروف راسخ پژواک ته وويل، چې تېره مازديګر مهال په شهر بزرګ ولسوالۍ کې پوليسو او طالبانو څلور ساعته جګړه کړې ، چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او يو  ټپي دى.

د راسخ په وينا، نښته وروسته له هغه رامنځته شوه، چې وسله والو په داون سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريد وکړ.

ده زياته کړه، چې په جګړه کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

د بدخشان د والي وياند وايي، چې پوليسو د بدخشان په څلورو ولسواليو (ارګو، درايم، کشم او جرم ) کې ١٥٠ هکتاره کوکنار له منځه وړي دي.

ده وويل، دغه لړۍ به تر يوې مياشتې دوام ولري چې په لړ کې به يې په لسو ولسواليو کې کرل شوي کوکنار واړول شي.

دى وايي، د کوکنارو اړولو په کمپاين کې له نشه يي توکو سره د مبارزې او کورنيو چارو وزارتونو پوليس ګډون لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.