Language

د انجيل جنايي مدير ووژل شو

هرات ښار ( پژواک، ٢ غبرګولى ٩٢ ) : د هرات د امنيه قوماندانۍ افسر او د انجيل ولسوالۍ سرپرست جنايي مدير په يوه  بريد کې ووژل شو.

د دې ولايت يوې امنيتي سرچينې، چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غبرګولي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار د امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د مديريت يو افسر دندې ته د تلو پرمهال ووژل شو .

سرچينې زياته کړې، چې دغه افسر نذير احمد نومېده او په عين حال کې د انجيل ولسوالۍ د جنايي مدير په توګه يې هم دنده ترسره کوله.

دغې امنيتي سرچينې وويل ، چې نوموړى نن سهار نهه بجې د هرات ښار د پول مالان په سيمه کې د دوو ناپېژانده وسله والو له خوا، چې پر موټرسايکل سپاره وو، ووژل شو .

سرچينه وايي، چې بريد کوونکي تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه د  هرات ښار په څلورمه ناحيه کې دوه تنه مېرمنې هم د وسله والو په يوه بريد کې ټپيانې شوې دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې مشر احمد علي پژواک ته وويل ، چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې د ي.

د هرات د حوزوي روغتون وياند ډاکټر محمد رفيق شېرزي پژواک ته وويل، چې د يادو ښځو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې پېښو په اړه څه نه دي ويلي.