چاريکار:(پژواک ٢ غبرګولى ٩٢): د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د يو شمېر کسانو تر منځ په شخړه کې دوه تنه وژل شوي او لږ تر لږه شپږ نور ټپيان دي.
د جبل السراج امنيه قوماندان سمونوال محمدمعصوم فرزه يي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په مناره سيمه کې تر يوې لفظي شخړې وروسته وسله واله نښته رامنځته شوه.
هغه وايي، چې په دې نښته کې يو تن له يوه لوري او بل له بل لوري وژل شوي ، پېښه تر څېړنو لاندې ده او د نښتې د عاملينو د نيولو هڅې روانې دي .
له همدې امله د يوه لوري ( محمدقاسم ) په پلوۍ نن لسګونو تنو د جبل السراج په مرکز کې لاريون وکړ او د دوو ساعتونو لپاره يې د سالنګ لويه لاره د ترافيکو پر مخ وتړله .
لاريون سهار شاوخوا ٧ بجې پيل او له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې پاى ته ورسېد.
له لاريون کوونکو څخه د عبدالهادي په نوم يوتن وويل، نښته وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د منارې اوسېدونکي جان اقا د همدې سيمې د بل اوسېدونکي محمدقاسم موټر په همدې سيمه کې ودراوه او بيا يې لفظي شخړه وکړه.
د هغه په وينا، جان اقا ځکه موټر درول او بيا يې تلاشي کول ، چې دوه ورځې مخکې يې کور په راکټ وېشتل شوى و .
دى وايي، محمدقاسم د دې موټر پر درولو ځکه په قهر شوى و، چې په موټر کې ښځې هم ورسره وې.
هغه وويل، چې محمدقاسم وروسته خپل موټر کورته بېولى او دى د پنجشېر د پوهنې مدير عبدالظهور سره بېرته جان اقا ته ورغلى و، تر څو د موټر د درېدو دليل ترې وغواړي.
هغه دعوه کوي ،چې جان اقا هم عبدالظهور په ډزو وواژه او هم يې خپل يو تن له دې امله وواژه چې د ده په امر يې پر نورو کسانو ډزې نه کولې.
دى وايي، له هغو کسانو څخه چې د محمدقاسم پلوي يې کوله ، شپږ تنه ټپيان شوي هم دي .
د هغه د معلوماتو له مخې، له ټپيانو څخه درې تنه روغتون ته وړل شوي او درې نور يې برسېرن ټپيان دي او روغتون ته نه دي لېږدول شوي.
د پروان د عامې روغتيا رييس محمدقسيم سعيدي وويل ، چې له دې شخړې دوه مړي او درې ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي .
هڅه مو وکړه ، چې په دې اړه له جان اقا سره هم خبرې وکړو، خو اړيکه مو ورسره ټينګه نه شوه.