جلال اباد ( پژواک، ٢ غبرګولى ٩٢ ) : دننګرهار امنيه قومانداني وايي، چې دوى د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبډلمشر محمد نبي د پلار د پيدا کولو هلې ځلې پيل کړي او هيله يې څرګنده کړه، چې تر نن ماښام پورې به پيدا شي.
درې ورځې مخکې د محمد نبي عيسى خېل پلار د جلال اباد ښار د سراچې په سيمه کې په داسې حال کې ، چې خپل کور ته روان و، په رڼا ورځ ناپېژانده وسله والو له خپل موټر څخه ښکته کړ او بيا يې په خپل موټر کې وتښتاوه.
نن د هغه د تښتول کېدو درېيمه ورځ ده، خو تر اوسه يې کوم څرک نه دى لګېدلى.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي د غبرګولي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کشفي ارګانونو له لوري دوى ته داسې معلومات ورکړل شوي ، چې د نبي عيسى خېل پلار حاجي خوبي خان کېداى شي نن د ورځې تر پايه پورې خوشې شي .
خو په دې اړه يې د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
د ختيځ زون د کرکټ بورډ مسوول قرار عزيزي د امنيتي ځواکونو هڅې ستايي او زياتوي، چې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ او نورو کشفي ارګانونو په ډېرې چابکۍ سره په دغه برخه کې کار کړى او لا يې هم هڅې روانې دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري پر دولت غږ وکړ، چې د نبي عيسى خېل د پلار په پيدا کولو کې دې جدي اقدامات وکړي.
نوموړى وايي ، چې که امنيتي ځواکونه بې تفاوته پاتې شي، نو عواقب به يې ډېر بد وي.
يوې امنيتي سرچينې ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل ،چې دوى ته داسې راپورونه رسېدلي، چې د عيسى خېل پلار د ننګرهار ولايت اړوند سيمو کې موجود دى.
سرچينې د سيمې نوم په ډاګه نه کړ، خو زياته يې کړه ، چې ډېر ژر به د عيسى خېل د پلار په اړه معلومات وشي.
د افغانستان کرکټ بورډ د محمد نبي د پلار پر تښتول کېدو خواشيني څرګنده کړې او له اړوندو ارګانونو يې غوښتي، چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.
ددې ادارې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دوى له لومړۍ ورځې له نبي عيسى خېل سره اوږه په اوږه دده د پلار په موندلو کې هلې ځلې پيل کړې دي .