Language

د هلمند سوداګر : ځينو ستونزو زموږ د پانګې اچونې مخه نيولې ده

لښکرګاه (پژواک،٢غبرګولى٩٢ : د هلمندد سوداګرو ټولنه وايي، چې دوى په دې ولايت کې پانګونې ته چمتو دي، خو ځينو ستونزو  ددوى ددغه کار مخه نيولې ده.

دغه څرګندونې د هلمند د ملي سوداګرو ټولنې مشر علي احمد ناصري د غبرګولي په دويمه نېټه، په لښکرګاه  کې هغې غونډې ته وکړې، چې پکې د سوداګرۍ وزير ډاکټر انورالحق احدي، د هلمند چارواکو، قومي مشرانو او کروندګرو برخه اخيستې وه.

بلخوا د هلمندكروندګر وايي، چې ددوى کروندې او ځمکې ښه حاصلات ورکوي، خو د سوداګرۍ وزارت ورته د بازار په موندلو کې پاتې راغلى دى.

د هلمند د ملي سوداګرو د ټولنې مشر علي احمد ناصري يادې غونډې ته وويل، چې دوى په هلمند كې  پانګونې ته چمتو دي ، خو د يو لړ ستونزو له امله دغه کارنه شي کولى اوحکومت هم په  دې برخه کې ورته هېڅ ډول امکانات نه دي برابر کړي.

هغه زياته کړه، چې د صنعتي  پاركونو د جوړېدو او وېش لړۍ هم  ددولت دنه  پاملرنې له امله پر ځاى پاتې ده .

دده په خبره ، که چېرې اړونده وزارت دې برخې ته پاملرنه کړي واى ، نو اوس به حاصلاتو تاوان نه کاوه او پر دې به توانيدلي واى ، چې خپل محصولات پروسس او د اړتيا پر مهال بازار ته وړاندې کړي.

ناصري زياته كړه  ،چې كه دولت د بُست فابريكې لپاره كافي امكانات نه لري،  نو پانګوال چمتو دي ، چې په خصوصي ډول يې يوه برخه پر غاړه واخلي .

د هغه په وينا، له دې کار سره  به د کروندګرو د پنبې د پلورلو په برخه کې هم شته ستونزې هوارې او د کوکنارو مخنيوى به ورسره وشي.

د ناوې ولسوالۍ قومي مشر او کروند ګر حاجي عتيق الله خان وويل، چې په تېرو دولسو كلونو كې دولت په دې نه دى توانېدلى، چې د بُست تصدۍ  لپار د ترميم امكانات پيدا او دكروند  ګرو راټول شوي مالوچ  په مناسبه بيه ترې وپېري.

دده په خبره ، چې د مېوو د ساتني او پروسس لپاره په تېرو كلونوكې مركزي دولت هېڅ امكانات  نه دي پيدا كړي، چې له همدې امله كروندګر د ګټې پرځاى تاوان كوي.

عتيق الله خان زياته كړه، چې كروندګر کرنيز توليدات لري ، خو د بازار موندنې مسووليت بيا د سوداګرۍ وزارت کار دى، چې تر دې مهاله يې په موندلو نه دى توانيدلى.

د ولايتي شورا غړى سيف الملوک نوري د سوداګرۍ له وزير څخه غوښتنه وکړه ، چې له بهرنيو هېوادونو څخه د راوړونکو غوړيو ،صابون ، ټوکرانو او نورو اړونده توکو د راړولو پر ځاى دې د بست تصدۍ په جوړولو کار وکړي، تر څو په کور دننه امکاناتو ته لاسرسى پيدا شي.

دسوداګرۍ او صنايعو وزير ډاكټر انورالحق احدي وويل ، هلمند ته يې له سفر څخه موخه داوه، چې دبُست تصدۍ او نورو اړونده څانګو ستونزې له ځايي اوسېدونکو او چارواکو څخه واوري.

هغه زياته کړه ، تر ډېره هڅه كوي، چې دمالوچو فابريكې ته د ترميم او بيافعاليت  زمينه برابره كړي او تر څنګ يې خصوصي سکتورونه دې ته وهڅوي ، چې په مصرفي برخه کې پانګونه وکړي.

د نوموړي په وينا، که څه هم تر دې وړاندې ډيره تکيه په خصوصي سکتورونو شوې وه ، خو هغوى په خپلو چارو کې پاتې راغلي او دولت تر دې وروسته پلان لري ، چې د بنسټيزو کارونو تر څنګ به مصرفي چارې هم پر مخ وړي.

د سودا ګرۍ وزير زياته کړه، چې د پنبې لپاره د خصوصي سکتور له خوا ټاکل شوې بيه ددوى تر توانه پورته ده ، دولت نه غواړي ، چې په دې برخه کې تاوان وکړي او له کروندګرو غواړي، چې خپل حاصلات په ازاد بازار کې وپلوري.