مزارشريف ( پژواک ٢ غبرګولى ٩٢ ) : په مزارشريف ښار کې د سکېټيستان په نامه د سکېټ لوبې لوبغالی او روزنيز مرکز ودانۍ پرانيستل شوې او د يو سرپټي جمانيزم د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د افغانستان د اولمپيک رييس محمدظاهر اغبر د غبرګولي په ۲مه،د سکېټيستان د پرانيستې پر مهال رسنيو ته وويل، چې د هېواد په شمال کې په لومړي ځل د دغې لوبې لپاره په نړيوالو معيارونو برابر لوبغالی او روزنيز مرکز پرانيستل شو.
نوموړي زياته کړه، چې سکېټيستان درې ودانۍ لري، چې يوه يې لوبغالی او دوه يې د روزنيز مرکزونه دي، چې د سکېټ لوبې مينه والو ځوانانو ته به پکې د دغې لوبې د زده کړې اسانتيا برابروي.
د هغه په وينا، درې واړه ودانۍ د المان هېواد په مالي ملاتړ د تېرو دوه کلونو په موده کې د ۶۰۰زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.
د بلخ د اولمپيک رييس محمد ابراهيم عثماني پژواک اژانس وويل، چې درې واړه ودانۍ په څلور جريبه ځمکه کې، چې د بلخ د والي له خوا ورکړل شوې وه، جوړې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې سکېټ لوبې سره د بلخ اوسېدونکي ډېره مينه لري، چې تر دې دمه د دغې لوبې روزنيز مرکز کې نږدې دوه سوه ځوانانو د لوبې د زده کړې په موخه نومونه ثبت کړي دي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي خالد کيهان پژواک اژانس ته وويل، چې دغه لوبه يې يواځې د تلوېزيون په پرده لېدلې وه، چې خورا مينه يې ورسره پيدا شوې وه.
نوموړي زياته کړه، چې د لوبې د زده کړې لپاره يې خپل نوم ثبت کړی او په تمه دی، چې په راتلونکي کې ددغې لوبې ښه لوبغاړی جوړ شي.
همداراز د اولمپيک رييس نن په مزارشريف کې د سرپټي جمنايزم پرانيسته هم وکړه.
د اولمپيک رييس اغبر وويل، چې د ايران له خوا د يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت يې د سرپټي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښوده.
نوموړي زياته کړه، چې ددغه جمنازيوم د جوړېدو چارې به په راتلونکي يوه کال کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شي.
د هغه په وينا، بلخ د هېواد له هغو ولايتونو څخه دی، چې د نورو پرمختګونو تر څنګ يې د لوبو په ډګر کې هم خورا پرمختګ کړی دی.