جلال اباد(پژواک،٣غبرګولى٩٣): د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د ماين چاودنې درې سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هسکې مېنې ولسوال اسرالله د غبرګولي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د هسکې مېنې ولسوالۍ د شپولې په دوبندۍ سيمه کې د سرحدي پوليسو پره رېنجر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه، چې له امله يې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
د ولسوال په خبره ، چې په سيمه کې سرحدي پوليس په دندو بوخت وو، چې پر موټر يې چاودنه وشوه او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.
نوموړى وايي، چې په چاودنه کې رېنجر موټر هم ويجاړ شوى دى.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل ، چې په سيمه کې يې د دولت يو لوى ايم بي ټانک منفجر کړى، چې له امله يې نهه سرتېري وژل شوي دي.
ياده دې وي، چې هسکه مېنه په دې وروستيو کې د ننګرهار يو له هغه ناامنه ولسواليو څخه ده ، چې په تېرې يوې مېاشت کې په کې شاوخوا لس هدفي وژنې تر سره شوې.