Language

درې وسله وال طالبان ووژل شول

 پارون (پژواک، ٣غبرګولى ٩٢) : د نورستان ولايت چارواکي وايي ، چې د وسله والو طالبانو له لوري پر امنيتي پوستو د بريد په ترڅ کې درې وسله وال طالبان ووژل او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

د نورستان د والي وياند عبدالظاهربهاند پژواک اژانس ته وويل ، چې وسله والو نن سهار ٤بجې د مرکزي نورستان د کوردر سيمه کې پر امنيتي پوستو بريد وکړ.

ده وويل ، چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او د وسله والو پر ډزو دوه پوليس ټپيان شوي دي .

نوموړي زياته کړه ، چې وسله والو طالبانو په کړي بريد کې ماتې وخوړه او خپل هدف ته چې د امنيتي پوستو نيول و ، ونه ورسيدل.

  طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دغه بريد کې يې پنځه پوليس وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي خو د خپلو وسله والو د وژنې خبره يې رد کړه