لښکرګا(پژواک،٣غبرګولى ٩٢) :د هلمند په سنګين ولسوالۍ کى د پنځمې ورځې لپاره لاهم وسله وال طالبان دافغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې جنګيږي، خو افغان ځواکونو يې پرضد عمليات پيل کړي.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم پرون د يوه سفر په ترڅ کې يادې ولسوالۍ ته دحالاتو د ارزونې په موخه له يوې شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره لاړ.
نوموړي خبريالانو ته وويل ، چې امنيتي ځواکونو ددولت د وسله والو مخالفينو د هغه ستر پلان مخه نيولې، چې غوښتل يې دبهرنيو طالبانو په مرسته دسنګين بېلابېلې سيمې ونيسي.
والي زياته کړه، اوس مهال هغه سيمې چې څلور ورځې مخکې وسله والو طالبانو له سيمه ييز پوليسو څخه دمهماتو دکموالي له امله نيولې وې ، يو شمېر يې بېرته افغان امنيتي ځواکونو تر خپل واک لاندې راوستې دي .
ده وويل ، چې دپاتې سيمو د نيولو لپاره د ملي پوليسو ترڅنګ ،د سيمه ييزو پوليسو ،ملي اردو او د ملي امنيت د سرتېرو له خوا چاڼيز عمليات دوام لري ، چې ډير ژر به پاتې سيمې هم تر دولتي حاکميت لاندې راشي .
د نوموړي په وينا ،چې دسنګين او کجکي ترمنځ لاره هم خلاصه شوې ، خو په ځينو سيموکې مقاومت دوام لري او افغان امنيتي ځواکونه دولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه عمليات ورو مخته بيايي .
د٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان ارکان حرب سيد ملوک هم په سيمه کې خبريالانو ته وويل ، چې دوى هغې سيمې ته تللي ،چې اوس هم جګړه پکې دوام لري.
نوموړي وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه ددې توان لري ،چې په يوه ورځ کې ټولې سيمې له طالبانو ونيسي، خو د ملکي مرګ ژوبلې دمخنيوي په موخه دغه کار نه کوي.
نوموړي زياته کړه ، چې په جګړه کې اوس هم سلګونه ددولت وسله وال مخالفين شتون لري ، چې ددې ولايت له کجکي،موسى کلا،باغران،ګرشک او دکندهار له غورک ،ژيړۍ او ميوند ولسواليو راغلي او ورسره پاکستاني اوچيچنايي وسله وال هم ملګري شوي او د افغان امنيتي ځواکونو پروړاندې مقاومت کوي.
که څه هم ، چې امنيتي چارواکو په دغې پنځه ورځنۍ جګړه کې د مرګ ژوبلې د شمېرې په اړه څه نه دي ويلي ، خو دوه ورځې مخکې يې رسنيو ته ويلي و، چې ٤٧ طالبان او پنځه پوليسو وژل شوي دي.
يوتن سيمه ييز پوليس محمد شريف پژواک ته وويل ، چې دوى په خپله سيمه کې ددولت پرمخالفينو غښتلي دي، خو دمهماتواو درنو وسلو نشتوالي له ستونزو سره مخ کړي دي.
خو د وسله والو طالبانو يوه وياند قارى يوسف احمدي پژواک ته په را ليږل شوي ايميل کې ويلي،چې دهلمند په سنګين ولسولۍ او يو شمېر نورو سيمو کې له څلورو ورځو راهيسې جګړه په شدت سره روانه ده .
ده ادعاکړې، چې په دې جګړه کې د څلورو قوماندانانو اهل الله ، عبدالله ،ګلالي او جان په ګډون لسګونه عسکر وژل شوي .
دغه راز نوموړي د يوې چورلکې د را غورځولو او يو شمېر وسلو او مهماتو د نيولو ادعا هم کړې ، خو د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي .