Language

“د کابل ښار جګړه د پنځو بریدګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسیده”

 پنځم تعقيب:کابل (پژواک، ٣غبرګولى ٩٢) : امنیتي مسوولین وایي چې په کابل ښار کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته چې شاوخوا نهه ساعته یې دوام وکړ، د پنځو برید کوونکو په وژلو سره پای ته ورسیده.

د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې د غبرګولي په دریمه د مازیګر په شاوخوا څلورو بجو یوه ډله وسلوالو د پولیسو او ملګرو ملتونو یوه دفتر باندې ډله ییز برید وکړ.

د کابل دامنیه قومانانۍ د جنایي جرمونو  دتحقیقاتو رییس مل پاسوال محمد ظاهر د پيښې په ځای کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې برید کوونکي په لاسي بمونو، واسکټونو او وسلو سمبال وو.

 د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې جګړه دپنځم بریدګر په وژل کیدو سره پای ته ورسیده، خو هغه د نورې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنکړل.

هغه زیاته کړه چې اوس امنیتي ځواکونه په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

تر دې مخکې د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي دشپې ناوخته پژواک اژانس ته وویل چې په دې نښته کې تر اوسه یو پولیس او یو د خصوصي امنیتي کمپنۍ نیپالی ساتونکی وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه راز تراوسه داوو پولیسو په ګډون ۱۳تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه په د پيښې په ځای کې ګڼ شمیر چاودنې هم شوې دي.

حشمت ستانکزی وایي چې څلور بریدکوونکي وژل شوي او یو تن یې اوس هم مقاومت کوي.

بلخوا د کډوالۍ نړیوال ادارې ( ای او ایم ) ویلي چې په دې پيښه کې یو ایټالوۍ میرمنه له دریو ساتونکو سره ټپي شوي دي.

دامنیه قوماندانۍ ویاند وایي چې نن له غرمې وروسته په څلورو بجو او لس دقيقو د شهرارا په سيمه کې د محافظت عامه معينيت سره رامنځته او بيا وروسته ډزې هم پيل شوې .

ده وويل ، چې د پېښې سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او بريدکوونکي ، چې يوې ودانۍ ته ننوتلي، له امنيتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

نوموړي زياته کړه ، د پېښې ځاى ته زيات شمېر امنيتي سرتېري رسېدلي او هڅه کوي ، چې بريدکوونکي له منځه يوسي .

ده د وسله والو د بريد موخه په داګه نه کړه او نه يې هم د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورکړل .

د پېښې عيني شاهدانو پژواک اژانس ته وويل ، چې لومړى يوه ځانمرګي بريدکوونکي د محافظت عامه معينيت پر وړاندې ځان والوځاوه او يو شمېر نورو په ډزو پيل وکړ.

ددغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهدپژواک ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويلي ، چې دغه بريد يې  د امريکايي استخباراتي ارګان (CIA) پرځانګړي استراحت ځاى کړى دى .

ده ويلي ، چې بريد څو تنو ځانمرګو بريدکوونکو کړى ، چې لومړى يې د موټر په وسيله په دروازه کې موانع لري کړي او بيا دويم ګروپ ، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال و، ودانۍ ته ننوتلي دي.

ده ادعاکړې، چې په دغې ودانۍ کې دامريکايي استخباراتو تر۶۰  کارمندان، چې دملي امنيت  کارکونکوته يې روزنه ورکوله او بيا به يې دلته استراحت کاوه ، تر بريد لاندې نيولي او جګړه دوام لري .

په تیره یوه اونې دا دوهم خونړی برید و، چې په کابل کې ترسره کیږي، تیره اونۍ د کابل په شاه شهید سیمه کې دیوه ځانمرګي برید کې د شپږو امریکایي سلاکارنو په ګډون ۱۳ تنه ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول، چې ډیری یې عام وګړي وو.

ددغې پېښې په اړه به نور معلومات وروسته په ډاګه شي .