کابل (پژواک٤غبرګولى٩٢): د نورستان پخوانى والي جمال الدين بدر وايي، د پوليسو د تنخواګانو د ٢٩ مېليونه افغانيو په اختلاس کې د لاس لرلو د تور په تړاو يې له محکمې څخه برائت اخيستى دى .
خو له جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې نظامي څارنوالي وايي، چې په اختلاس کې د بدر د لاس لرلو په اړه پوره اسناد او شواهد لري او دغه موضوع به تعقيب کړي.
د لويې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې،په ١٣٩٠ کال کې د نورستان د برګ مټال، کامديش او منډول ولسواليو د پوليسو د درېيو مياشتو (لړم، ليندۍ او سلواغې) تنخواوې ، چې ٢٩ ميليونه افغانۍ کېدې، ورکې شوې.
په دې تړاو د نورستان پخوانى والي جمال الدين بدر، پخواني امنيه قوماندان شمس الرحمن زاهد او د دې ولايت د مالي چارو پخواني مدير شمس الله په ګډون اته تنه په دې اختلاس کې پر لاس لرلو تورن شول .
تېر کال په تله مياشت کې په کابل کې له جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې لومړنۍ محکمې، شمس الرحمن په شپږ کاله ، شمس الله په لس کاله ، د تنخواګانو د وېش پلاوي غړي هر يو په يو نيم کال او جمال الدين بدر په دوه مياشتې تنفيذي بند محکوم کړل.
خو بدر نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې تېره اونۍ د فساد له امله د رامنځته شوو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې استيناف محکمې برائت ورکړ.
هڅه مو وکړه ، چې په دې اړه د يادې محکمې له چارواکو سره خبرې وکړو ، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
بدر وايي ، چې د تنخوا د پيسو د ورکېدو پرمهال دى والي نه و او له همدې امله يې مسووليت هم نه مني.
هغه وويل چې د ١٣٩٠ کال په زمري مياشت کې له خپلې دندې لرې شوى او پيسې دوه مياشتې وروسته ورکې شوې دي.
بدر د يادو پيسو د ورکېدو تور د نورستان پر اوسني والي تميم نورستاني، د هغه پر سکرتر مطيع الله،امنيه قوماندان غلام الله نورستاني او ددې ولايت پر مستوفي ولګاوه.
هغه وايي، سره له دې چې څارنوالۍ تېر کال په دې تړاو څارنوالۍ ته د دې چارواکو د حاضرېدو غوښتنه کړې ، خو تر اوسه نه دي حاضر شوي.
بدر په خپلو خبرو کې له جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې د نظامي څارنوالۍ رييس غلام دستګير رنجبر تورن کړ ،چې د څېړنو پرمهال يې له ده څخه د رشوت غوښتنه کړې ده.
د بدر په وينا، رنجبر ورته ويلي، چې که ١٦ مېليونه افغانۍ ورکړي ، نو دوسيه به يې وتړي او د لوی څارنوال په همکارۍ به يې په بل ولايت کې والي وټاکي.
خو رنجبر له پژواک سره په خبرو کې د بدر ادعاوې رد کړې او ويې ويل ، چې نه يې له بدر څخه د پيسو غوښتنه کړې او نه هم ددې واک لري ،چې څوک په کوم ولايت کې د والي په توګه وټاکي.
رنجبر وويل ، چې جمال الدين بدر د پيسو په اختلاس کې ښکېل دى او په اړه يې ياده څارنوالي اسناد او شواهد لري.
د ده په وينا، که محکمې بدر ته برائت ورکړى وي، نو څارنوالي به له محکمې د استيناف غوښتنه وکړي.
ده زياته کړه ، چې د ياد اختلاس په تړاو به د نورستان اوسنى والي تميم نورستاني، د هغه سکرتر مطيع الله،امنيه قوماندان غلام الله نورستانى او ددې ولايت مستوفي هم پلټنو ته حاضر شي.
خو د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند له پژواک سره په خبرو کې د بدر له خوا د تنخواوو په اختلاس کې پر تميم نورستاني لګېدلي تورونه بې بنسټه وبلل او ويې ويل چې عدلي او قضايي ارګانونو هم له والي څخه په دې تړاو د سپيناوي غوښتنه نه ده کړې.