Language

د جلال اباد د قصبې خلکو د برېښنا رياست پر ضد لاريون وکړ

جلال اباد (پژواک ٤ غبرګولى ٩٢): د جلال اباد ښار د قصبې لسګونو کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې د برېښنا رياست تورن کړ، چې له دوى سره د مور او ميرې چلند کوي.

لاريون کوونکو د غبرګولي په ٤مه په جلال اباد ښار کې له ياد رياست څخه د برېښنا غوښتنه کوله.

د قصبې اوسېدونکي رحمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  ننګرهار ولايت ته له نغلو څخه ١٢ مېګاواټه برېښنا راغلې ده، خو د برېښنا رياست کارکوونکي دومره بې کيفايته دي چې د برېښنا د مصرف لپاره لازم تدابير نه لري.

 

هغه زياته کړه، چې د برېښنا رياست يو شمېر کسانو ته په پټه برېښنا ورکړې او هغه يې د جنراتورونو د برېښنا په نوم پر خلکو پلوري.

 

ده وويل: ((د جنرتورونو والا سره شريک دي او نيمايي پيسې ترې اخلي.))

 

نوموړى زياتوي، برېښنا رياست راتلونکى سخت اوړى هم نه غواړي د قصبې اوسېدونکو ته برېښنا ورکړي، ځکه هغوى په دولتي برېښنا خپل تجارت روان کړى دى.

 

د سيمې يو بل اوسېدونکى حفيظ الله هم د برېښنا پر رياست نيوکه کوي او وايي، د برېښنا رييس ژمنه ورسره کړې وه چې د په نږدې وختونو کې به ټول ښار ته برېښنا ورکړي، خو تر اوسه يواځې هغو سيمو ته برېښنا رسېدلې چې چارواکي ژوند په کې کوي.

 

بلخوا د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمن مومند پژواک اژانس ته وويل، چې د نوې برېښنا د غځونې چارې د برېښنا د رياست له لوري په ډېرې چټکۍ سره روانې دي.

 

هغه زياته کړه، همدا اوس هم په جلال اباد ښار کې شپږ کاري ډلې د برېښنا د وېش په چارو بوختې دي.

نوموړى زياتوي: ((دا خو دومره اسانه کار نه دى چې په لږ وخت کې دې زرګونو کورونو ته برق ورسوو.))

د مومند په خبره، ښاريان دې د ننګرهار د برېښنا رياست کارکوونکي د لاريونونو له لارې تر فشار لاندې نه راولي او دوى دې پرېږدي چې خپل کار ترسره کړي.

 

ياده دې وي، تر اوسه د جلال اباد شاوخوا پنځه  نيم زره کورنو ته د نغلو برېښنا ورکړل شوې، چې يواځې ٤٧٢٢ يې هغه کورنۍ دي چې پخوا يې هېڅ برېښنا نه لرله.