جلال اباد (پژواک ٤ غبرګولى ٩٢): سلګونو معيوينو او معلولينو په جلال اباد ښار کې د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست مخې ته د لاريون پر مهال شکايت کاوه، چې د يوه کال معاش نه دى ورکړل شوى.
معيوبينو د غبرګولي په ٤مه په جلال اباد ښار کې د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانواو معلولينو رياست مخې ته راټول شوي وو او د ياد رياست پر ضد يې شعارونه ورکول.
د محمدحکيم په نوم يوه معيوب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېر يوه کاله راهيسې هغه تنخوا چې د دولت له لوري دوى ته ورکول کېږي، نه ده ورکړل شوې.
دى وايي، چې د کار او ټولنيزو چارو په رياست کې که چا ته رشوت ورکړل شي، نو په ډېرې اسانۍ سره دوى ته معاش ورکوي او که يې ورنه کړي نو بيا يې ځوروي.
هغه زياته کړه: ((زما بچي د ماښام لپاره څه نه لري، خو چارواکي په کروزينونو کې ګرځي او زموږ په غم کې نه دي، دې وطن لپاره همدا موږ قربانۍ ورکړې دي.))
نوموړى پر ولايتي ادارې غږ کوي، چې نور دې د دوى ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي او د معلولينو او معيوبينو پر اتحاديي هم نيوکه کوي، چې د ستونزو په حل کې يې کوم جدي ګام نه دى پورته کړى.
شپېته کلنه بسمره وايي، چې ستونزې يې پخوا هم له ګڼو چارواکو سره شريکې کړې دي خو هېڅ چا ورته مثبت ځواب نه دى ويلى.
نوموړې پژواک اژانس ته زياته کړه، که چېرې د دوى تنخواوې ورته ورنه کړل شي، د دغه رياست مخې ته به ناست او هېڅ کوم کارکوونکى به پرې نه ږدي.
د معيوبينو او معلولينو د اتحاديي مشر مسعود ساپى هم پر دولت ورته نيوکه لري او زياتوي چې ټولو معيوبينو د يوه کال معاش نه دى اخيستى.
نوموړى هم غوښتنه کوي، چې د معيوبينو معاشونه دې ورته پر خپل وخت ورکړي، ځکه معيوبين د ټولنې يو له هغو احتياجو ډلو دي، چې هر چا ته محتاج وي.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس انجنير حکيم شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، په هر کال کې معلولينو او د شهيدانو ورثه و ته تنخواوې ورکوي.
نوموړى زياتوي، چې په ننګرهار کې له دوى سره ١٦ زره تنه ثبت او راجستر دي.
دى زياتوي: ((موږ ته په هرې ربع کې د ټولو معاشونه راځي، خو په دې خاطر چې دوى تکليف نه شي موږ کلنۍ پيسې ورکوو.))
دى وايي: ((موږ ته وزارت ټولې پيسې نه راکوي، د کال په اوږدو کې ټولو معيوبينو ته پيسې ورکوو، لږ صبر دې وکړي.))
د شېرزاد په خبره، چې په دې وروستيو کې يې په يوه نوي پلان کار شروع کړى او ډېر ژر به معيوبينو ته د بانکي حساب له لارې پيسې ورکوي.