Language

نورستان زندان کې بنديانو ته ولچک او ځنځيرونه پراته دي

جلال اباد(پژواک ٤ غبرګولى٩٢): د نورستان د محبس بنديان شکايت کوي، چې دوى ته په زندان کې ولچک او زنځيرونو پراته دي، خو چارواکي بيا وايي، د زندان ودانۍ د دې وړ نه ده چې بنديان دې په کې ازاد وساتل شي.

د نورستان مرکزي زندان د ولايت مرکز پارون د يوه بهيدونکي سيند تر څنګ پروت دى، دغه محبس د احاطې دېوالونه نه لري، محبس يوه داسې عمر خوړلې زړه ودانۍ لري، چې هره شېبه يې د نړېدو امکان شته.

 

د محبس دغه خټينه ودانۍ شاوخوا يوه پېړۍ مخکې جوړه شوې او څوک فکر نه کوي چې دا به کومه دولتي ودانۍ وي.

 

د محبس مسوولين هم وايي، چې په دې ودانۍ کې مخکې څاروي ساتل کېدل او له اوو کلونو راهيسې ترې د زندان په توګه کار اخيستل کېږي.

 

د دغه محبس امر سمونيار حبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل، محبس د احاطې دېوال نه لري او هغه خونې چې زندانيان په کې ساتل کېږي هم وړې دي او هره شېبه يې د نړېدو امکان موجود دى.

 

دى وايي، دغه ودانۍ يوه تکاوۍ هم لري چې خوراکي توکي په کې ساتل کېږي.

 

نوموړي زياته کړه: ((هلته سپي هم پراته وي، مږې او نور ډېر خزنده په کې ګرځي.))

 

سمونيار حبيب الله وويل، دوى په يوې غوجل کې اوسي، دفتر يې هم په يوې غوجل کې دى او په دې اړه يې څو څو ځلې اړوند ادارو ته شکايتونه کړي او ورته يې په رسمي ډول ليکلي دي، خو يادو ادارو تر دې مهاله دغو ستونزو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

 

نوموړي زياته کړه: ((زه چې کله سهار له خوبه پاڅم مږې مې له پښو چکونه لګوي.))

 

دى وايي، چې په دغه زندان کې تر دې مهاله شپږ جنايي او توقيفي بنديان دي، د بنديانو په لاسونو او پښو کې يې زنځيرونه او ولچک د دې لپاره اچولي چې زندان احاطه نه لري او وېريږي چې ونه تښتي.

 

د محبس امر د زندان ځينې خونې داسې په ګوته کړې: ((دا کوټه د لنګو غواګانو وه، چې اوس په کې زه اوسم، بله خونه يې د وزو وه، چې بنديان په کې دي او لاندې خونه کې هسې هم سپي پراته دي.))

 

سمونيار حبيب الله وايي، چې د ودانۍ چتونه راځوړند شوي، خاورې او خځلې ترې را دوړيږي، او يوه شېبه هم ځان مصئون نه احساسوي.

 

يو زنداني، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې نور يې لاسونه او پښې ټپي شوي دي، ځکه دى چې زنداني شوى په لاسونو کې يې ولچک او په پښو کې يې زنځيرونه دي.

 

ده زياته کړه: ((دا سمه ده، زندان سخت وي، خو دلته هغه انسانيت تر پښو لاندې کېږي، ځکه په وړې کوټې کې نيغ ناست اوسه بهر نه شې وتلى.))

 

نوموړي پر دولت غږ وکړ، چې يا دې دوى نورو زندانونو ته واستوي او يا دې هم د نورستان د زندان لپاره يوه ښه ودانۍ جوړه کړي، تر څو دوى له ستونزو خلاص شي.

 

د نورستان والي تميم نورستانى وايي، چې د محبس د ودانۍ ستونزه يې نورستان ته ورغلي پلاوي ته وړاندې کړې او هغوى به يې مرکز کې له نورو اداراتو سره شريکه کړي.

 

که څه هم د دغه زندان ودانۍ د جغرافيوي موقعيت له مخې په يوې ډېرې ښکلې دره کې ده، يو ډډې ته يې سيند بهيږي او بلې ته يې د غره د نښترو شور راځي، خو دا ودانۍ په همدغسې يو رنګين ځاى کې کنډاسه خوله پرته ده او خپل عمر خوړلى حالت ژاړي.