Language

هرات او هلمند كې لسګونه كيلوګرامه نشه یی توکی نيول شوي

لښكرګاه، هرات (پژواك ۴ غبرګولى ۹۲): پوليسو په هرات د هلمند ولايتونو کې لسګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي اورسره په تړاو پنځه کسان نيولي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواك د غبرګولي په  ۴مه  پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ پوليسو د خپلو پټو معلوماتو پر بنسټ د پاكستان پولې ته څېرمه  دوه  تنه په يوه  سراچه موټر كې له ۱۳۸ كيلوګرامه ترياكو سره نيولي دي.

هغه زياته کړه، چې په نيول شوو نشه يي توکو كې ۱۲۰ كيلو وچ او ۱۸ كيلو  اوبلن  ترياك  دي.

نوموړى وايي، چې نيول شوي كسان اړوند ارګانونو ته د پلټنو لپاره  سپارل شوي دي.

دغه راز ځواك  وويل، تېره ورځ په لښكرګاه ښار كې د ښځو چارو د رياست يو موټر چلوونكى د نا پېژانده وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې پېښه د لښکرګاه د كارته لګان  په سيمه كې په داسې حال كې رامنځته شوې ، چې نوموړى كس د خپل كور پر لور روان و.

د ښځو چارو  رييسه جميله  نيازۍ د دې پېښې د غندلو ترڅنګ وايي، چې موټر چلوونکي يې له چا سره هيڅ دښمني نه درلوده.

د يوه بل خبر له مخې د هرات پوليسو هم  لسګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي له دريو تورنو کسانو سره نيولي ديـ.

د دې ولايت د  امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي پژواک اژانس ته وويل چې ياد نشه يي توکي د ښار د کندهار په د روازه کې نيول شوي يد.

هغه زياته کړه چې په دې توکو کې ١٣٨ کيلو ګرامه هيروئن او ١٠ کيلو بل ډول نشه يي توکي شامل دي.

د احمدي په وينا، دغه راز پوليسو له يوه کور څخه ٢١ کيلو ګرامه چرس هم ترلاسه کړي دي.