کابل (دازادو رسنيو مشارکت/ پژواک ٤ غبرګولى٩٢): په هېواد کې ډېرى شته د استوګنې ښارګوټي په ناقانونه او خپلسرې بڼه جوړ شوي او په ځينو سيمو کې پر غصب شوو ځمکو لا هم د استوګنځايونو د جوړولو هڅې دوام لري.
له فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي چې په هېواد کې د ٣٥٥ نويو جوړو شويو ښارګوټو له ډلې د ډېرو د ځمکې اسناد جعلي دي او په اړه يې د څېړنو غوښتنه کوي.
د افغانستان د ځمکو د ادارې د يوه راپور له مخې چې د دولتي او شخصي ځمکو د غصب په اړه چمتو شوى دى، ښيي چې په افغانستان کې د٩٨٦٣٣٤ جريبه غصب شوې ځمکې ٢٣٠٨١٠ جريبه د ٢٢٨ ښارګوټو له لورې غصب شوې.
د ازادو رسنيو د مشارکت (پژواک خبري اژانس، کليد ګروپ، سبا نشراتي بنسټ او د هشت صبح ورځپاڼه) يوه څېړنه ښيي چې په وروستيو کلونو کې په جوړو شويو ښارګوټو کې ځينو خلکو ځمکې اخستي او کورونه يې پکې جوړ کړي دي او ځينو نورو يې تيار جوړ شوي کورونه پېرودلي دي.
د يادونې ده چې د ځېنو ښارګوټو ساختماني چارې لا هم دوام لري او ځېنې نور يې د نقشې په حال کې دي.
ددغو ښارګوټو له ډلې کابل ښاروالۍ ١٠ ښارګوټو او د ښار جوړونې وزارت ١٥٧ ښارګوټو ته جواز ورکړى دى.
له دې ښارګوټو څخه لسګونه يې په کابل کې په غير قانوني ډول جوړ شوي دي.
کابل ښاروالۍ تېر کال د ليندۍ په شپږمه نېټه په کابل کې د دولتي املاکو راپور او لست، چې په کې افرادو او اشخاصو غيرقانوني مالکانه تصرفات کړي وو، په ولسي جرګه کې د حکومت پر کړنو د څار کمېسيون ته يې استولى دى.
دغه راپور، چې يوه کاپي يې د ازادو رسينو مشارکت ته را رسېدلې، څرګندوي چې د خاتم الانبيا، شهرک اتفاق، حضرت رسول اکرم، عرفاني، محمديه، هديه، دوازده امام، صفا (په ريگرېشن کې)، ثارالله، جنرال نصرت، اقبال قلعۀ قاضي، جاغوري، خراسان، گلبهار ټاور، افغان اروپا، سبز، پوليس، روستاها، دهکدۀ اول، دوم و سوم، آقا علي اصغري، فيروزي (ليګو ګلوبل)، بصير عمرزى، عبدالقيوم، بدخشان، محسني، شهرک سيد ابراهيم و حاجي کبير، بوستان، محمدي، ملا فضل تره خېل، تميم انصار، مقدس، سبز زار، ممتاز، سبز، غازي اباد، رفاه، حاجي حسن علي (په ريشخور کې) ګلباغ، حاجى شفيق الله (په پروژه چهل دختران کې)، قاضي آباد، حاجي رحمت الله او حاجي ګل بت، حاجي شاه جهان او حاجي منير، د حاجي شفيق الله کوچنى ښارګوټى او اميد سبز ښارګوټي ټول په غير قانوني او خپل سري ډول جوړ شوي دي.
خو په راپور کې د زياتو معلوماتو له ورکړې پرته راغلي، چې د اميد سبز ښارګوټي اسناد تر قانوني پړاو تېرولو لاندې دي.
د ښاروالۍ په راپور کې راغلي، چې د ملاعزت، صديق فيصل، ازادي، غريب اباد، بالا شهر، مولانا جلال الدين محمد بلخي او سعادت ذبيح الله ښارګوټي د ملکيت دعوه نه کوي.
د کابل ښاروالۍ د دغه راپور پر بنسټ د کابل ښار په اتمه ناحيه کې د معيوبينو او معلولينو ښارګوټي د ځمکې يوه برخه غصب شوې ده.
د استقلال (په زېرکوه کې په حاجي منيز او عبدالواسع پورې اړه لري)، سعادت پروېز عرب زاده، سعادت (امرستار پورې اړوند)، پامير، وحدت، عدالت، صلح، اسلام اباد، ګلستان، ارياى سبز، شريف اباد، ذاکرين، نجات مېنه (په نجيب کابلي پورې اړوند) او د کابل ښار په ١٧مه ناحيه کې د ادروګل پراختيايي ښارګوټى هم د کابل ښاروالۍ په راپور کې شامل دي، خو د کيفيت د څرنګوالي په اړه يې په راپور کې څه نه دي ويل شوي.
د کابل ښاروالۍ فني او ساختماني مرستيال عبدالاحد واحد وايي، چې د کابل ښار په اولسمه ناحيه کې ځينو ښارګوټو هغه مهال د ښار جوړولو له وزارت نه خپل جوازونه په داسې حال اخيستي، چې هغه وخت دغه ساحه په ښاري ماسټر پلان کې شامله نه وه.
هغه د دغو ښارګوټو له مشخصولو پرته وويل، د دا ډول ښارګوټو مالکان بايد د قانوني پړاوونو د وهلو لپاره ښاروالۍ ته مراجعه وکړي.
د ښار جوړولو وزارت چارواکي وايي، چې دغه وزارت د کابل ښار په اولسمه ناحيه کې يواځې دوو ښارګوټو کارته نجات مېنه د نجيب الله کابلي اړوند او ادروګل ښارګوټي ته جواز ورکړى دى.
په ولسي جرګه کې د حکومت پر کړنو د څار د ځانګړي کمېسيون غړى صالح محمد سلجوقي وايي، چې د ښارګوټو په اړه د کابل ښاروالۍ راپور ور رسېدلى او په کمېسيون کې تر بحث لاندې دى.
نوموړي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
کابل ښاروالۍ تر اوسه پورې يواځې لسو ښارګوټو ته د جوړېدو جواز ورکړى دى.
د کابل ښاروالۍ فني او ساختماني مرستيال عبدالاحد واحد وايي، چې په کابل کې د سليم کاروان، شاداب ظفر، طلايي، ګولډن سيټي، استقلال (په رحمان مېنه کې) رستم حيدري، اريا، مسکن، ميرويس او نوروز اباد په نومونو ښارګوټو له ښاروالۍ نه جوازونه ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې اداره کې درېيو نورو ښارګوټو (غيبي بابا، ميلاد نور او په زمان خان کلا کې يو بل ښارګوتى) د جوازونو صادرېدل تر کار لاندې دي.
هغه په کابل کې د ښارګوتو کره شمېره ونه ښوده او ويې ويل، چې له يادو ١٣ ښارګوټو څخه پرته د نورو ښارګوټو مالکانو دې ادارې ته د جواز ترلاسه کولو لپاره مراجعه نه ده کړې.
د کابل ښاروالۍ فني او ساختماني مرستيال په وينا، د قانون له مخې هېڅ يوې ودانۍ ته اجازه نه شته، چې د دې ادارې له جواز پرته په کابل ښار کې جوړه شي.
د ښار جوړونې وزارت مرستيال حاجي محمداکبر احمدي هم د جزئياتو له ورکولو پرته وايي، چې د کابل ښارګوټي له ماسټر پلان پرته جوړ شوي، چې د دغه وزارت لپاره رسميت نه لري.
د ښار جوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت په کابل کې ٤٤ ښارګوټو ته اجازه ورکړې ده.
اميد سبز او الحاقي برخه يې، کارته نجات مينه (د نجيب کابلي اړوند)، کامياب، منشي ميرغلام، د ميرغلام پراختيايي برخه، پلان اصلاحي منشي ميرغلام، نوروز اباد، طلايي او د طلايي پراختيايي برخه، د مهديه دوه ښارګوټي، هيلز، مموزى، دولت زى کوچى، حاجي نذير مېنه، سيد اباد، شهرک سبز، نجات مېنه (د استاد عبدالرب رسول سياف اړوند)، اونکس، ده قلندر، غزنويان، سيد جمال الدين، طلايي در چمتله، حبيب، شهرک صفای سبز (پغمان)، صفا (په چمتله کې)، ادروگل، رستم حيدري، عياران، دروېشان، چهل دختران، مهاجرين باريک اب، الاسکان، قهوه خانه، د سروبي ولسوالۍ ښارګوتى، مجتمع رهايشى، ٢٦ سوداګر (بيست شش تجار)، شهدا و معلولين، قصبه رهايشي ملي مهاجرين، ملي مهاجرين، بلند منزل رحمان مېنه، حشمت غني او مرجان ښارګوټي په دغو څلوېښتو ښارګوټو کې شامل دي.
د افغانستان د ځمکې اداره، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړونده ده، د ولسمشر د ٤٥مې ګڼې فرمان له مخې يې د دولتي ځمکو د غصب په اړه يو فرمان ترتيب کړى او په هغه کې يې هم په ښارګوټو کې شته ستونزو ته اشاره کړې ده.
دغه راپور، چې کاپي يې د ازادو رسنيو مشارکت ته را رسېدلې څرګندوي، چې د کابل د بګرامي ولسوالۍ په بتخاک کې د حاجي منجي دوه ښارګوټي، د محمدامين مشترک ښارګوټى، صوفي محمد ابراهيم، د کابل د بګراميو په سهاک کلي کې امين الله او صادق، په سهاک کې د صوفي محمدامين او محمد ابراهيم بل ښارګوټى، د غفار شهيد او محمدعثمان ګډ ښارګوټي، د کابل په پغمان کې نظام الدين، لعل ګل، ګل احمد او جان محمد، د کابل په چهار اسياب کې د مياخېل او د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د محمدشريف صفا د ښارګوټو ځمکې غصب کړې دي.
همدارنګه په دغه راپور کې د جزئياتو له ورکړې پرته راغلي، چې د منشي ميرغلام ښارګوټى، اميد سبز، اونکس، د خيرخاني کوتل نجات او په کابل کې سليم کاروان ښارګوټي هم د ځمکې قانوني ستونزه لري.
د يادو سرچينو معلومات څرګندوي، چې بېلابېلې ادارې د ځينو ښارګوټو په اړه بېلابېل معلومات وړاندې کوي.
د کابل ښاروالۍ فني او ساختماني مرستيال وايي، چې د کابل سليم کاروان ښارګوټى، له دې ادارې ودانيز جواز ترلاسه کړى، خو د کرنې وزارت راپور څرګندوي، چې دغه ښارګوټى د ځمکې قانوني ستونزه لري.
د نجيب کابلي نجات مېنه ښارګوټى او د کابل ښار په اولسمه ناحيه کې د ادروګل پراختيايي ښارګوټى هم د ښاروالۍ په دغه راپور کې شامل دي، خو د کيفيت د څرنګوالي په اړه يې په راپور کې څه نه دي ويل شوي.
خو د ښارجوړونې وزارت وايي، چې د نجيب کابلي کارته نجات مېنې او ادروګل ښارګوټو لپاره د ښار جوړونې وزارت جوازونه ورکړي دي.
ښاروالي د نجيب الله کابلي د ښارګوټي نوم د نجات مېنه او د ښار جوړولو وزارت د کارته نجات مېنه ياد کړى دى، خو د دغه ښارګوټي مسوولين ورته نجات نوم اخلي.
همدرانګه د کرنې وزارت راپور څرګندوي، چې د محمدشريف اړوند شهرک صفا ښارګوټى په هغو ښارګوټو کې شامل دى، چې ځمکې يې غصب کړې، خو د ښار جوړونې وزارت وايي، چې دغه ښارګوټي ته يې جواز ورکړى دى.
د ښاروالۍ د راپور په يوه برخه کې اميد سبز ښارګوټى په غيرقانوني ښارګوټو کې شامل شوى، خو په تعقيب سره يې ليکلي، چې د اميد سبز ښارګوټي قانوني مراحل تر کار لاندې دي.
خو د ښار جوړولو وزارت وايي، چې اميد سبز ښارګوټي له دوى نه جواز ترلاسه کړى دى.
د ځينو ښارګوټو مسوولين په يو ډول نه يو ډول د خپلو ښارګوټو له قانونيت څخه دفاع کوي.
د نجيب الله کابلي په مشرۍ د مشارکت ملي افغانستان ګوند مرستيال حبيب الله ناصري د کابلي په استازولۍ وويل، چې کابلي د هغې ځمکې قباله لري، چې ښارګوټى يې په کې جوړ کړى دى.
ناصري وايي، چې نجيب الله کابلي اوسمهال له هېواد نه بهر به سفر دى او لويې څارنوالۍ ته يې هم ويلي، چې د دې ځمکې لاسوندونه هم وړاندې کولاى شي، ځکه چې دغه ځمکه د نجيب الله کابلي او د هغه د کاکا د زامنو ملکيت دى.
دغه راز د ګلبهار د پانګونې يو مسوول وايي، چې د ګلبهار ټاور د شرعي قبالې ترڅنګ د دغه ښارګوټي جوړېدو لپاره د وزيرانو شورا او د محکمې هوکړه له ځان سره لري او د جواز کار يې په کابل ښاروالۍ کې تر جريان لاندې دى.
خو په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازى حاجي شېرعلي، چې د حاجي منجي ورور دى وايي، چې ورور يې شخصي ښارګوټى نه لري.
هغه وايي، چې څو کاله وړاندې د ولسمشر د فرمان له مخې د کابل په بتخاک کې کوچيانو ته ځمکې ووېشل شوې او اوسمهال په هغې سيمه کې د کوچيانو بېلابېلو قبيلو د استوګنې کورونه جوړ کړي دي.
د هغه په وينا، د استوګني دغه کورونه په انفرادي ډول جوړ شوي او بيا د حاجي منجي ښارګوټي په نامه نومول شوى دى، ځکه چې حاجي منجى د کوچيانو له مشرانو څخه يو دى.
هغه وويل، چې حاجي منجى اوسمهال په پاکستان کې دى.
د ملافضل په نوم د ښارګوټي مالک قاضي فضل الرحمن (په ملافضل مشهور)، چې ښارګوټى يې د ښاروالۍ په راپور کې د ملافضل تره خېل په نوم ياد شوى وايي، چې دغه ښارګوتى د نوي کابل پروژې يوه برخه ده، خو تر اوسه يې کار نه دى پيل شوى.
دا په داسې حال کې ده، چې د ښاروالۍ په راپور کې يادونه شوې وه، چې د دغه ښارګوټي مالک له ويزه کېدو او ودانيز جواز تر اخيستو وړاندې د ځمکو د نومرو پر وېش پيل کړى دى.
فضل الرحم وايي، چې ده او د سيد عبدالنبي نبي په نوم يوه بل کس نږدې ٩ کاله وړاندې په ګده د دغه ښارګوټي ٧٠٠ جريبه ځمکه د تره خېلو له خلکو نه چې شرعي قباله لري؛ پېرلې ده.
د فضل الرحمن په وينا، د دې ځمکې يوه برخه يې په عياران ښارګوټي کې مدغم کړې او بله برخه يې د حاجي رسول خان په نوم يوه کس ته د “رسول مصير” په نوم ښارګوټي جوړولو لپاره ورکړې ده، خو تر اوسه پورې د نوي کابل پروژې د کار له پيل پرته د دغو دوو ښارګوټو کار نه دى پيل شوى.
د هغه په خبره، د عياران او رسول مصير ښارګوټو د ښار جوړولو له وزارت څخه جواز اخيستى، خو له دغه وزارت څخه د ويزه شوو ښارګوټو په لست کې چې د ازادو رسنيو مشارکت ته رسېدلى، د رسول مصير ښارګوټي يادونه نه ده شوې.
د عياران ښارګوټي رييس حاجي دوست محمد جلالزى وايي، چې تر اوسه پورې د فضل الرحمن د ځمکې ١٣٥ جريبه په دغه ښارګوټي کې شامله شوې ده.
هڅه وشوه، چې په کابل ښار کې د نورو ښارګوټو له مسوولينو سره هم اړيکه ونيول شي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
هغه کسان چې په دغو ښارګوټو کې يې ځمکې او يا کورونه اخيستي، متفاوت نظرونه لري.
د حاجي منجي ښارګوتي يو اوسېدونکى حاجي تورک وايي، چې نږدې اته کاله وړاندې د ولسمشر د فرمان له مخې په بتخاک کې کوچيانو ته ځمکه وېشل شوې ده.
نوموړى زياتوي، چې د دغه ښارګوټي ځمکه د حاجي منجي او ملاتره خېل کوچي له خوا خلکو ته ووېشل شوه او خلکو د ځمکې په بدل کې هېچا ته پيسې نه دي ورکړې.
د کابل ښار يو اوسېدونکى، چې په ملاعزت ښارګوټي کې يې يوه نومره ځمکه اخيستې وايي، دا چې دولت څو کاله وړاندې د دغه ښارګوټي او په دغه ښارګوټي کې د استوګنې کورونو له جوړېدو سره ممانعت ونه کړ، نو خلک باور لري، چې د ښارګوټي مالک قانوني جواز ترلاسه کړى دى.
هغه، چې په راپور کې يې د نوم خپرېدل نه غوښتل وويل، چې خلکو په دغه ښارګوټي کې ځمکې اخيستې او له مالک څخه يې د ځمکو عرفي قبالې هم ترلاسه کړې دي.
نوموړي په اړوندو دولتي سرچينو نيوکه وکړه او زياته يې کړه: “که د غير قانوني والي خبره وي، بيا خو د کابل ښار ډېرى کورونه په غير پلاني سيمو کې جوړ شوي دي، د استوګنې په پلاني سيمو کې هم ډېرى کورونه د قانون خلاف له دوو نه په زياتو پوړونو کې جوړ شوي، بيا دې نو حکومت ټول کابل ښار وران کړي.”
نوموړي همدرانګه زياته کړه: “د څو وروستيو کلونو په اوږدو کې د کابل په ښارګوټو کې په زرګونو خلکو د ميليونونو ډالرو په ارزښت ځمکې اخيستې، کورونه يې په کې ودان کړي، که چېرته غيرقانوني وي، نو ولې يې حکومت مخنيوى نه کوي.”
همدرانګه د هغه په وينا، خلک اړ دي، چې په غير پلاني سيمو کې د کور جوړولو لپاره ځمکې واخلي، ځکه حکومت د خلکو د سرپناه ستونزې ته پاملرنه نه کوي.
هغه زياته کړه: “داسې کسان پېژنم، چې اته کاله وړاندې يې د کابل په ارزان قيمت پروژه کې د يوې نومرې ځمکې لپاره پيسې تحويل کړې، خو تر اوسه پورې هم دغه ځمکه د هغوى په واک کې نه ده ورکړل شوې.”
خو د ١٢ امام ښارګوټي اوسېدونکى او د کاوش په نوم د معاملاتو لارښود دفتر مالک حاجي محمدجمعه وايي، چې د دغه ښارګوټي ١٢٠ جريبه ځمکه درېيو کسانو (حاجي حسين علي، حاجي ميرزا او حاجي خدايداد) اته کاله وړاندې د حاجي معين په نامه د يوه کس له زوى څخه، چې شرعي قباله يې درلوده، اخيستې ده.
هغه وويل، چې دغو درېيو تنو ياده ځمکه پر خلکو پلورله او خلکو په کې د استوګني کورونه جوړ کړي دي.
حاجي جمعه زياته کړه، چې دغه ښارګوټى پر خپل سر د ښاروالۍ له جواز پرته جوړ شوى دى.
نوموړي زياته کړه: “ښارګوټى خپلسرى جوړ دى، د کابل په هېڅ ځاى کې هم نقشه او قانوني شوى نه دى، د ښاروالۍ د نه پاملرنې له امله خلک اړ دي، چې غيرقانوني کورونه جوړ کړي.”
د هغه په وينا، درېيو کسانو چې دغه ځمکه يې پېرلې او پلورلې ده، کوم دفتر نه لري او پته يې هم دوى ته نه ده معلومه.
د کابل ښار په ځينو سيمو کې په غصب شوو ځمکو د استوګنې ساحو د جوړولو لپاره هڅې روانې دي.
د افغانستان د ځمکو ادارې په راپور کې راغلي، چې د کابل په بېلابېلو ولسواليو کې له اتيا زياتو کسانو له ٢١٨٩٥ جريبو نه زياته ځمکه غصب کړې او تصميم لري، چې د استوګنې پر ساحو يې بدله کړي.
له دې ډلې ٢٨ پېښې په شکردرې، ٢ په سروبي، ٧ په پغمان، ٣ په بګرامي، ٨ په چهار اسياب، ٣ په خاک جبار، ٣٢ په قره باغ او ١ يې په موسهي ولسوالۍ کې دي.
د غير قانوني ښارګوټو ستونزه له کابل پرته د هېواد په نورو ولايتونو کې هم شتون لري.
د افغانستان د ځمکې ادارې په ياد راپور کې راغلي: “غاصبينو د هېواد په کچه د ٢٢٨ غيرقانوني ښارګوټو په چوکاټ کې ٢٣٠٨١٠ جريبه دولتي ځمکه غصب کړې ده.”
په دغه راپور کې په کابل کې له ١٤ ښارګوټو پرته، چې وړاندې يې يادونه وشوه، د نورو ښارګوټو نومونه نه دي اخيستل شوي، خو دا يادونه په کې شوې، چې په کابل ولايت کې ٢٣ ښارګوټو ١٩٦٠٠جريبه، په بلخ کې ٧١ ښارګوټو نږدې ٥٥ زره جريبه، په هرات کې ٥ ښارګوټو ٣٠٠٠ جريبه، په ننګرهار کې ١٣٢ ښارګوټو له ١٤٥زره جريبه ډېره ځمکه، په پروان کې درېيو ښارګوټو ١١٠٠جريبه ځمکه او په غزني کې دوو ښارګوټو ٧٠٠٠ جريبه ځمکه غصب کړې ده.
د ښارجوړونې وزارت مرستيال هم وايي، چې په هېواد کې په لسګونو ښارګوټي پر خپل سر جوړ شوي، خو دغه وزارت په دې برخه کې يواځې هغو ښارګوټو ته جواز ورکړى، چې دوى يې مسووليت لري.
د ښار جوړولو وزارت يو لست څرګندوي، چې دغه وزارت په بېلابېلو ولايتونو کې ١١٣ ښارګوټو ته جواز ورکړى دى.
د دغه لست پر بنسټ په بلخ ولايت کې ٣٥ ښارګوټي، په هلمند کې ١٣، په هرات کې ١٣، په کندوز کې اته، په لوګر کې ٦، په باميانو کې ٥، په کندهار کې ٤، په ننګرهار کې ٤، په خوست کې ٤، په غزني ښار کې ٣، په پروان کې ٣، په ميدان وردګو کې ٣، په تخار کې ٢، په لغمان کې ٢، په پکتيا کې ٢، په پکتيکا کې ٢، په بغلان کې ١، په فراه کې ١، په دايکنډي کې يې ١ او همدارنګه په جوزجان کې هم ١ ښارګوټى د دغو ١١٣ ښارګوټو له جملې نه دي.
د اتفاق، شهداى مزارشريف، کمال نبي زاده، مولاناى بلخ، خالد ابن وليد، گلستان، د امام سجاد دوه ښارګوټي، مايار مېنه، شهدا، ديپلوماتيک، سيغاني، علي اباد، ازادي، سخي اباد، شهدا (د قربان علي اړوند)، د اميري دوه ښارګوټي، د U برخه مزارشريف، احمدشاه مسعود، جعفريه، کارته علي چوپان، رسول برات، حضرت عمر فاروق، غضنفر، خواوي، سلطان خراسان، فريد علمي، زينبيه، خاتم الانبيا، قلعه منصور، پروژه متحد، نصرت اباد، چغچي او قرقين ٣٥ ښارګوټي په بلخ ولايت کې په دغه لست کې شامل دي.
همدارنګه په دغه لست کې څرګنده شوې، چې د حاجي محمد اسماعيل خان مېنه، حاجي خيرمحمد خان، نهر سراج مېنه، حاجى ادم خان، حاجي موسى خان، قصبه دهقاني، جنوب احمدشاهي مېنه، ساحه بولان، محمد ايوب خان مېنه، د احمدشاهي مېنه په نوم درې ښارګوټي او واحدي مېنه ښارګوټي په هلمند کې په هغو ښارګوټو کې شامل دي، چې قانوني جواز لري.
د دغه لست پر بنسټ د کوثر، مهاجرين، شيدايي، مهاجرين تقي نقي، بند سلما، قالين بافي، عزيز اباد، سيد جمال الدين افغاني، خواجه شيخ احمد، اريانا، اسلمي، په هرات کې مجتمع مسکوني او ميفروش، سر فراز ښارګوټي، د کندوز فيروز ساختماني شرکت، ګلباد، مولانا جلال الدين محمد بلخي، رستاق اباد، نازکمير، مولاناى بلخ او په کندوز کې د الچين ښارګوټى، ټول هغه ښارګوټي دي، چې د ښار جوړولو د وزارت جوازونه لري.
همدارنګه په لوګر کې د اصحاب بابا، کنجک، کارته مامورين، ولسوالي چرخ، دشت خوشي او په لوګر کې مس عينک، ملا غلام ښارګوټي، د دشت قشقه ساحه، د عيسى خان دښتې درېيمه برخه، د عيسې خان دښت اوله برخه او په باميانو کې مهاجرين يکاولنګ، په کندهار کې د استقلال مېنه، نايب سلطان محمدخان، ايوب خان مېنه او داود مېنه هم د ١١٣ يادو ښارګوټو له جملې څه دي.
د دغه لست پر بنسټ په ننګرهار کې د سيدجمال الدين افغان مېنه، نجم الدين اخندزاده، غازي امان الله خان او شيخ مصري ښارګوټي، په خوست کې د څارنکوټ، متون مېنه، تجارتي افضلي ځدراڼ او د مرکز مهاجرين په خوست کې، د سلطان محمود کبيري، حکيم سنايي او هزار فاميلي په غزني کې، ګلغونډۍ، ګلستان او قره بېک ايزديار په پروان کې او په ميدان وردګو ولايت کې د کډوالو، کوچي کډوالو او کوتل تخت؛ ټول هغه ښارګوټي دي، چې په دغه لست کې شاملېږي.
په تخار کې د کارته کوثر او کارته کهسار ښارګوټي، په لغمان کې د سرخکان دوه ښارګوټي، د کارته مامورين او مومنخېل ښارګوټي په پکتيا کې، په پکتيکا کې ګلشن شهباز او مامورين، په بغلان کې زمانخېل، په فراه کې هزار فاميلي، په دايکنډي کې د کډوالو ښارګوټى او په جوزجان کې د چغچي ښارګوټى د هغو ښارګوټو له جملې نه دي، چې د ښار جوړولو وزارت جواز لري.
د ښار جوړونې وزارت مرستيال وايي، له دې امله، چې په هر ولايت کې د خپلسرو ښارګوټو شمېر خورا زيات دى، نو په دې اړه کره معلومات نه شي وړاندې کولاى.
هغه د بېلګې په ډول د بلخ ولايت يادونه وکړه، چې وزارت يې د پوليسو او ښاروالۍ په همکارۍ په دې توانېدلى، چې د ډېرى ښارګوټو مالکان پيدا کړي.
نوموړي وويل: “يواځې شل سلنه مو ونه موندل، له هغو څخه ډېرو خلکو ځمکې په غير قانوني ډول غصب کړې، له دوى څخه يې يو شمېر په هېواد کې دننه نه شته، د دوى د ځمکو محدوده څه ډول پيدا کړو، چې څومره ځمکه يې په خپل پلان کې نيولې، پلان يې هم په بشپړ ډول نه دى پلى شوى، بس په داسې يوه حالت کې يو.”
احمدي زياتوي، چې د ښارجوړولو وزارت په هېواد کې د ښارګوټو جوړولو د ټولو جزئياتو او شمېر معلومولو لپاره يوه څارونکې ډله رامنځته کړې ده.
له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره ادعا کوي، چې د ډېرى ښارګوټو د ځمکو اسناد جعلي دي.
د دې ادارې د رييس عزيزالله لودين په وينا، د هېواد په کچه ٣٥٥ ښارګوټي موجود دي، چې د ډېرو د ځمکو اسناد يې په لاس جوړ شوي (جعلي) دي او بايد و ارزول شي.
هغه نه غوښتل، چې په دې برخه کې جزئيات ورکړي، خو ويې ويل، چې د دې ستونزه يې جمهوري رياست ته په ليکلې بڼه استولې، چې ډېرى ښارګوټي په غير قانوني ډول جوړ شوي او اسناد يې هم شکمن دي.
د لودين په خبره، له اداري فساد سره د مبارزې ادارې په هڅو په ميليونو ډالرو ځمکه بېرته اخيستل شوې ده.
نوموړي وويل، چې د دولت د شتمنيو په ځانګړي ډول د دولتي ځمکو غصب د هېواد په ټولو ولايتونو کې دود دى.
هغه وايي: “د دولت د شتمنيو په ځانګړي ډول د دولتي ځمکو غصب هر چېرته دود دى او علت يې هم دا دى، چې هېڅوک له چا نه نه پوښتي، چې دا شتمني ستا وه؟ له کومه دې کړه او اوس يې د ملکيت کوم سند په لاس کې لرې که نه؟ خو کوم اسناد، چې ورسره وي، ډېرى يې جعلي دي، چې بايد څېړنه يې وشي، چې ايا اسنادو له پخوا نه شتون درلود، که نه.”
نوموړى وايي، چې د دې ستونزې د حل لپاره بايد دولت په لوړه کچه جدي تصميم ونيسي، څو د اړوندو ارګانونو له خوا چاڼ وشي، د دولت ملکيتونه دولت او د افرادو ملکيتونه افرادو ته بېرته ورکړي.
لودين کابل ښاروالي په کيندنو تورنوي او د بېلګې په ډول وايي، چې څو ځلې يې له دې ادارې څخه له اداري فساد سره د مبارزې ادارې ته نږدې د باغ بالا پر غونډۍ د خپل سرو ودانيو د مخنيوي غوښتنه کړې، خو تر اوسه په دې اړه هېڅ هم نه دي شوي.
يو شمېر ښارګوټو، چې جوازونه يې ترلاسه کړي، د بنسټيزو شبکو پلان هم نه دى عملي کړى او سرغړونې يې کړې دي.
حاجي محمداکبر احمدي څرګنده کړه، چې د ښار جوړولو وزارت په دې وروستيو کې د هېواد په کچه ٧٠ هغو ښارګوټو ته، چې د بنسټيزو شبکو له اړخه نيمګړي پېژندل شوي، اخطار ورکړى او د وزارت د پلان د نه پلي کېدو په صورت کې به يې د فعاليت جواز لغوه کړي.
خو هغه د دغو ښارګوټو نومونه وانه خيستل.
د هغه په خبره، په کابل کې رامنځته شوي ښارګوټي، چې د ښار جوړولو له وزارت څخه يې جواز اخيستى، ډېر کم شمېر يې (څلور يا پنځه) په دې توانېدلي، چې د وزارت د بنسټيزو شبکو پلان په خپلو ښارګوټو کې پلى کړي، “هغه هم د وزارت تر فشار لاندې.”
همدارنګه د کرنې وزارت په خپل ٤٨٤مې ګڼې راپور کې، چې د حکومت د کړنو د مطالعې او څېړنې ځانګړي کمېسيون ته د ١٣٩١ لمريز کال د مرغومې په ٩ استول شوى، راغلي، چې د هېواد په کچه ١٠٨ ښارګوټو په ژمن ليک عمل نه دى کړى او يا يې هم د تخنيکي ستونزو په درلودو سره تېروتنې کړې دي.
سره له دې چې چارواکي په هېواد کې د ورته ښارګوټو د مخنيوي د هڅو خبره کوي، خو په هېواد کې نا قانونه ښارګوټي لا هم شتون لري.
د ښار جوړولو وزارت مرستيال وايي، چې اوسمهال په کابل کې د هر ډول خپلسرۍ مخه نيول شوې او ياد وزارت ښارګوټو ته هغه مهال د جوړېدو جواز ورکوي، چې د يوه ښارګوټي غوندې ټول معيارونه لکه تفريحي ساحې، روغتيايي او تحصيلي کمپلکس، صنعتي او سوداګريزې ساحې بشپړې کړي.
هغه وويل، چې د جوازپاڼې صادرول د کابل له ښاروالۍ سره په پوره همغږۍ کې ترسره کېږي او د اړوند نورو ارګانونو نظر هم د دې پروسې يوه برخه ده.
نوموړي په تېر کې د ظرفيتونو کمښت، نا امني، د امنيتي چارواکو نه همکاري او د زورواکو خپلسريتوب عمده لاملونه وګڼل او ويې ويل، ټول هغه ښارګوټي او ودانۍ، چې د ښار جوړولو او ښاروالۍ له جواز پرته په دغه ښار کې جوړ شوي، غير قانوني دي.
د نوموړي په وينا، د ښارجوړونې وزارت د څو مکتوبونو په استولو سره له کورنيو چارو وزارته غوښتي، چې د خپلسرو ښارګوټو جوړولو مخنيوى دې وکړي.
همدارنګه د کابل ښاروالۍ فني او ساختماني مرستيال وايي، چې کابل ښاروالي په دغه ښار کې له جوړېدونکي هر ښارګوټي څخه خبرتيا لري، خو دا چې ښاري پوليس يې په واک کې نه شته، نو د خپلسرو ودانيو د جوړولو د مخنيوي په اړه يې اړوندو ارګانونو ته مکتوبونه استولي، خو له دې سره سره يې مخنيوى نه دى شوى.
د کابل ښاروالۍ ګڼ شمېر مکتوبونه، چې کاپي يې د ازادو رسنيو ته را رسېدلې، څرګندوي، چې دې ادارې د کورنيو چارو له وزارت، د کابل له ملي امنيت او د پوليسو د بېلابېلو حوزو له امريتونو غوښتي، څو د خپلسرو ښارګوټو جوړولو په مخنيوي کې له دوى سره مرسته وکړي.
خو د کابل ښاروالۍ فني او ساختماني مرستيال وايي، چې په دې برخه کې اړينه همکاري نه ده شوې.
د کابل ښاروالۍ ٦٧٠ / ٤٨٤ ګڼې مکتوب، چې د ١٣٨٩ لمريز کال د وري په ٣١مه د جمهوري رياست په نوم ليکل شوى، د کورنيو چارو وزارت، کابل امنيه قوماندانۍ، د کابل ښار د ملي امنيت او پوليسو له ١٦مې حوزې څخه په کې غوښتل شوي، څو له کابل ښاروالۍ سره د “ګلبهار ټاور” ودانۍ د ودانيزو کارونو په درولو او ويجاړولو کې همکاري وکړي.
خو د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، چې په دې برخه کې د امنيتي ارګانونو له خوا هېڅ اقدام نه دى شوى.
د کابل ښاروالۍ د مکتوب له مخې، ياده ساحه په د ١٣٦٥ لمريز کال کې د ترتيب شوي پلان له مخې د تاسيساتو، فرهنګي او تفريحي کمپلکسونو لپاره ځانګړې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش وايي، تر هغو چې د ودانيو د جوړېدو په برخه کې د ښار جوړولو او ښاروالۍ مکتوب دغه وزارت ته ونه رسېږي او اړوند حوزه خبره نه شي، نو هېچا ته هم د ودانۍ جوړولو اجازه نه ورکول کېږي.
خو له بلې خوا نوموړى زياتوي، چې په ځينو مواردو کې د غيرقانوني ودانيو جوړېدو د مخنيوي لپاره د ښاروالۍ او ښار جوړونې وزارت مکتوب هغه وخت کورنيو چارو وزارت ته رسېږي، چې کار يې بشپړ شوى او يا هم د بشپړېدو په حال کې وي.
دانش وايي، چې ځيني کسان په غلا او د پلان خلاف ودانۍ جوړوي، خو پوليس يې له خبرېدو سره سم ورته ورانوي.
دانش د ودانيو د مالکانو او پوليسو ترمنځ هر ډول معامله، چې ګڼي د پيسو د ورکړې په بدل کې ورته د کار اجازه ورکول کېږي، ردوي.
نوموړي زياته کړه: “څرنګه مې چې مخکې اشاره وکړه، د يوې ودانۍ د مخنيوي يا د يوه ښارګوټي د نارسميت په اړه د ليک ناوخته او يا هم پر وخت نه را رسېدل ستونزې زېږوي، تاسې ډېرى ښارګوټي وګورئ، چې نيمګړي پاتې دي، يو دليل يې دا دى، چې پوليسو ته ډېر ناوخته خبر ورکول کېږي، کله چې پوليسو ته خبر ورکړل شي، نو بېړنى اقدام کوي او مخه يې نيسي.”
خو د کابل ښاروالي وايي، چې د ورته خپلسرو ودانيو د مخنيوي لپاره پر وخت اقدام کوي او اړوند ارګانونه په رسمي ډول له جريان نه خبروي.
هغه وويل، په دې اړه، چې د ګلبهار ټاور کار تر کومې کچې قانوني دى، معلومات نه لري، خو زياته يې کړه: “که چېرته غير قانوني وي، نو د ښار په زړه کې دا ډول ودانۍ نه شته، حتماً داسې سرچينې او مرکزونه شته، چې هغوى ته يې د فعاليت اجازه ورکړې، لکه څرنګه چې څه موده وړاندې ورسره د جمهوري رياست حکم و.”
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دې برخه کې بايد د چارو اداره او د وزيرانو شورا معلومات وړاندې کړي، خو د چارو ادارې وياند رفيع فردوس وويل، چې د ودانيزو، تخنيکي، کانونو، اوبو او برېښنا په برخو کې د جمهوري رياست د سلاکار يوسف پښتون په مشرۍ يو کمېسيون جوړ شوى، څو د ښارګوټو موضوع د هېواد په کچه وڅېړي.
فردوس وايي، چې د ښارونو د څرنګوالي په اړه معلومات بايد پښتون ورکړي.
پښتون وايي، چې ګومارل شوي پلاوي د ښارګوټو په اړه خپل راپور چمتو کړى، خو رسنيو ته د دغه راپور په اړه د معلوماتو وړاندې کول له وخت نه وړاندې دي.
دښارګوټو په چوکاټ کې او له هغې نه بهر د ځمکو غصب په افغانستان کې له عمده ستونزو څخه دي.
د هغه وړانديز شوې طرحې په مسوده کې، چې د هېواد په کچه د غصب شوو دولتي او شخصي ځمکو د موضوع په اړه د يو شمېر ارګانونو په مرسته د افغانستان د ځمکو ادارې له خوا چمتو شوې او يوه نسخه يې ترلاسه شوې، له مخې يې په افغانستان کې په ټوليز ډول ٩٨٦٣٣٤ جريبه ځمکه غصب شوې ده.
په دغه مسوده کې راغلي، چې د هېواد په کچه ٣٥٥ قانوني او غيرقانوني ښارګوټي موجود دي، چې پلاني ښارګوټي په ١٠٩٢٦٢جريبه قانوني ځمکه ويزه شوي، خو ٢٦٢٥٣٧ جريبه دولتي ځمکه د ښارګوټو د مالکانو له خوا اضافي نيول شوې او يا هم غصب شوې ده.
د ښاري ملکيتونو او ښارګوټو ځانګړي کميسيون دراپور له مخې، چې دتېر کال په تله مياشت کې ترتيب شوى، په افغانستان کې يې دځمکو دڅلور ډوله غصب څخه يادونه کړې ده، چې عبارت دي له : دافرادو له خوا ددولتي ملکيتونو غصب، د افرادو له خوا دافرادو دملکيت غصب، دافرادو دملکيت غصب د دولت له خوا او ددولت له خوا ددولت دملکيتونو له غصب څخه .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ملکيتونو ٧٥سلنه غصب د دولتي ملکيتونو غصب دى چې د افرادو له خوا شوى دى.
په راپور کې يادونه شوې، چې وسله وال قوماندانان او زورواکي، هغه پيسه لرونکي، چې خپلې پيسې يې په غير قانوني ډول او د قاچاق له لارې ترلاسه کړې، مامورين او لوړ پوړي منصب لرونکي، حتى د کابينې د غړو په کچه خلک د دغو غاصبينو په ډله کې شامل دي.
د ازادو رسنيو مشارکت د پژواک له خبري اژانس، کليد ګروپ، هشت صبح ورځپاڼې او سبا نشراتي موسسې څخه جوړ شوى او د اداري فساد او بشري حقونو د نقض په برخو کې څېړنيو راپورونه چمتو کوي.