کندهار-کلات (پژواک ٥ غبرګولى ٩٢): امنيتي ځواکونو د کندهار او زابل ولايتونو په بېلابېلو پېښو کې د ١٧ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو او د ملي اردو ځواکونو تېره ورځ د پنجوايي ولسوالۍ په سپېروان او طلوقان سيمو کې عمليات کړي او ١٣ وسله وال طالبان يې وژلي دي.
هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې چې درې ورځې يې دوام درلود، څلور وسله وال طالبان ژوندي نيول شوي او د ملا بسم الله په نوم د پنجوايي لپاره د طالبانو ولسوال ټپي شوى دى.
فيصل وايي، دغه وسله وال ډېر شمېر د بلوچستان ايالت د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي او ځيني په کې د مدرسو زده کوونکي دي، چې د ورانکاريو لپاره راغلي وو.
د نوموړي په وينا، په پنجوايي کې د دولت پر ضد د جنګېدونکو وسله والو طالبانو په ډله کې د پاکستاني طالبانو ځيني غړي او ډلمشران هم شته چې وخت ناوخت د افغان ځواکونو له خوا په نښه شوي او وژل شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، په زابل ولايت کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې اتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د نوبهار ولسوال محمدوزير جوادي وايي، چې تېره ورځ ناوخته په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښته شوې او په ترڅ کې يې يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
هغه دغه راز زياتوي، پنځو نورو طالبانو د خپل ماين په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دى وايي، چې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
بلخوا د زابل د امنيت امير غلام جيلاني فراهي وايي، چې د دغه ولايت په سيوري ولسوالۍ کې له له تېرې ورځې راهيسې د افغان ځواکونو له لوري عمليات روان دي چې په پايله کې يې شپږ تنه طالبان ژوندي نيول شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.