جلال اباد (پژواک ٥ غبرګولى ٩٢): په جلال اباد ښار کې قصر ته څېرمه د سپين جامع جومات د رغولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د ښار جوړولو رييس انجنير زاخېل د غبرګولي په ٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د سپين جومات ودانۍ چې وروستۍ زلزلې ورته يو څه زيان اړولى و، نن يې د رغولو چارې پيل شوې.
هغه زياته کړه، چې د دغه جومات په رغولو به يو ميليون امريکايي ډالره لګښت راشي او چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي.
د نوموړي په وينا، تر بيارغونې وروسته به دغه جومات د پنځه زره لمونځ کوونکو ځايولو وړتيا ولري.
نوموړى زياتوي: ((د دغه جومات نقشه په ګاونډيو هېوادونو کې نشته، ډېره موډرنه ده.))
د زاخېل په وينا، چې د دغه جومات لګښت د شېرزي فونډېشن له لوري ورکول کېږي.
د جومات خطيب او ملا امام محمد ميرزا پژواک اژانس ته وويل، له دې مخکې يې هم د حج او اوقافو رياست او وزارت ته وړانديزونه کړي وو، څو د ياد جومات د جوړېدو او پراخېدو په برخه کې همکاري وکړي، خو تر اوسه پورې يې ورته کوم مثبت ځواب نه دى ويلى.
دى وايي: ((اوس د جومات د جوړېدو چارې پيل شوې، خو پيسې يې والي ورکوي.))
د سيمې اوسېدونکى محمدانور سلطاني وايي، چې ياد جومات لسګونه کاله پخوا جوړ شوى، چې وروستۍ زلزلې په کې يو لړ درزونه رامنځته کړي دي.
دى وايي: ((دا جومات يو تاريخي اهميت هم لري، نو په کار ده چې له تېر ځل نه ښه موډرن جوړ شي.))
د يادونې ده، د سپين جومات د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې موقعيت لري ، چې هره ورځ په کې سلګونه کسان لمونځونه کوي.