اسعد اباد(پژواک،٥غبرګولى ٩٢): دکونړ ملي پولیسو دنورګل ولسوالۍ په امنیتي پوسته کې د تالاشۍ پرمهال په کانټينر موټرکې بار ٥٢ میله وسله او نورپوځي توکی نیولي.
دکونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه وسلې دعقاب په نامه یوې امنیتي کمپنۍ له خوا، چې په کونړ کې ثبت او راجستر نه وه، په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو په مرکزکې په یوه کانټينر موټر کې ځای پرځای شوې وې.
د هغه په خبره ، دکمپنۍ څښتن غوښتل دغه وسلې او پوځي توکي د ځان په ګټه استعمال کړي او په قاچاقي توګه يې له کونړ څخه وباسي.
نوموړى وايي، چې په کانټينرکې له وسلو سربېره دکلاشينکوف او پیکا مرمۍ او نور پوځي توکي هم و.
سيد خيل زياته کړه، چې یادې کمپنۍ په قاچاقي توګه دغه وسلې وړلې.
امنیه قوماندان زیاتوي، چې دیاد کانټينر د لېږد پر وخت ورسره دوه نور صرف موټر،چې وسله وال کسان پکې سپاره و، دپولیسو د تالاشۍ پر مهال په تېښته بریالي شوي.
دی زیاتوي، چې له کانټينر سره يې موټرچلونکی هم نيول شوى دى.
دده په وینا ، موټرچلونکي ويلي، چې دى پوه نه و، چې په کانټينر کې څه بار دي، خو دکانټينر څښتن ورته ویلي و، چې دا کانټينر کابل يوسه.