Language

پوليسو ٢٠٠  بې بندوباره ځوانان ونيول

هرات ( پژواک ٥ غبرګولى ٩٢) : چارواکي وايي، چې پوليسو نن د هرات په ښار کې ٢٠٠ بې بندوباره ځوانان نيولي،چې د عامه نظم په ګډوډولو او نورو بېلاريو کې يې لاس درلود.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغه کسان يې د هرات ښاريانو په مرسته نيولي دي.

د احمدي په وينا،له نيول شويو کسانو سره يوه اندازه نشه يي توکي،چړې او بوکس پنجې هم نيول شوي،چې ګرځول يې ناقانونه دي .

د دې ډول کسانو نيول د پنجشنبې له ورځې پيل شوي ،چې په لومړۍ ورځ ١٠٠ تنه ونيول شول .

د احمدي په وينا،نيول شويو کسانو په بېلابېلو جنايي پېښو کې لاس درلود ،چې په دې وروستيو کې يې ښار ناامنه کړى و.

د ښار يوتن اوسېدونکى رحمت خان د مجرمينو نيونه پر ځاى او ګټو رګام بولي او زياتوي ،چې له دې سره به د مرموزو وژنو مخه هم ونيول شي .

د نوموړي په وينا،تېره اونۍ د دوى يو ګاونډى د څو بدمعاشانو له لوري د چاکو په واسطه وژل شوى و،خو دوه ورځې وروسته له دوو نورو ملګرو سره پوليسو ونيو.

په هرات کې د بې بندوباره او بدمعاشانو لپاره د قروتک نوم کارول کيږي ،چې په غلاوو،تښتونو او د خلکو په ځورونه کې لاس لري.