Language

بلخ کې ځينو محصلينو د کابل پوهنتون د اعتصاب کوونکو په ملاتړ لاريون وکړ

مزارشريف (پژواک ٦ غبرګولى ٩٢): د بلخ پوهنتون يو شمېر محصلينو د دغه ولايت د ولايتي شورا په همغږۍ د کابل پوهنتون د محصلينو د غذايي اعتصاب په ملاتړ غونډه وکړه.

دغه غونډه د ولايتي شورا په انګړ کې د غبرګولي په ۶مه سهار ۹بجې پيل شوه، چې د بلخ پوهنتون لسګونو محصلينو، چې شمېر شاوخوا دوه سوه کسانو ته رسېد، په کې ګډون کړی وو.

د محصلينو په استازيتوب د بلخ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل محمد فداکار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده غونډه يې د کابل پوهنتون د محصلينو د مدني حرکت په ملاتړ جوړه کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د کابل پوهنتون محصلينو د اصلاحاتو راوستو په موخه مدني حرکت کړی او دوی د دغه ډول حرکتونو ننګه کوي.

د هغه په وينا، د هېواد په علمي ادارو کې بايد د اصلاحاتو له لارې عدالت پلی شي، چې ښوونيزې چارې په ښه توګه پر مخ ولاړې شي.

د بلخ پوهنتون محصلې فاطمې اکبري غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، چې په کابل کې محصلين د عدالت غوښتنې غوښتنه کړې او دوی يې ملاتړ کوي.

نوموړې زياته کړه، دوی هڅه کوي، بلخ پوهنتون د کابل پوهنتون له محصلينو سره د عدالت غوښتنې لپاره خپل غږ شريک کړي.

د بلخ ولايت د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمدافضل حديد د غونډې برخه والو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، دوی خوښ دي، چې دغه غونډه له دوی سره په غمغږۍ جوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د هېواد اساسي قانون هر افغان ته حق ورکړی، چې د خپلو حقوقو د ترلاسه کېدو په موخه دغه ډول مدني حرکت وکړي.

د هغه په وينا، دوی د بلخ پوهنتون د محصلينو د دغه مدني حرکت ملاتړ کوي.

ډاکټر حديد په ياده غونډه کې د محصلينو د شمېر د کمښت په اړه وويل: ((په کار وه، چې نن زياتو محصلينو په دغه حرکت کې برخه اخيستې وای.))

د يادې غونډې استازي محمد فداکار وويل، چې که چېرې دولت د کابل پوهنتون د محصلينو غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړی نو دوی به هم د غذايي اعتصاب په اړه تصميم ونيسي.

د کابل د اجتماعي علومو د پوهنځي يو شمېر محصلينو له تېرو څو ورځو راهيسې د پارلمان مخې ته په اعتصاب پيل کړى، دوى د  پوهنځي رييس عبدالله فاروق او دوه استادان پر تبعيض او تعصب تورن کړي دي، خو دوى دغه ادعاوې ردوي.

Related Topics