Language

کابل (پژواک ٦ غبرګولى ٩٢): د مخابراتو وزارت د يوې نوې سيالۍ له لارې هغو نوښتګرو ته جايزې ورکوي چې په دولتي ادارو کې شته ستونزو ته د معلوماتي ټکنالوجۍ پر مټ د حل لارې وړانديز وکړي.

دغه پروګرام “ډيوې” نومېږي، چې له مخې يې د مخابراتو وزارت له خوا غوره نوښتګر ته له ٢٠٠٠ تر ٨٠٠٠٠ امريکايي ډالر د جايزې په ډول ورکول کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير اميرزي سينګين نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د دې سيالۍ موخه د حکومتولى او عامه خدمتونو په برخه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ پراختيا ده.

د ده په خبره، څومره چې د حکومتولۍ په برخه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ کارونه پراختيا مومي، د حکومت د کړنو اغېزمنتيا او روڼتيا ډېروي، د وخت د ضايع کېدو، کاغذ پرانۍ او اداري فساد مخه نيسي.

سنګين وايي، چې د معلوماتي ټکنالوجۍ نوښتګر بايد په حکومتي ادارو او وزارتونو کې د کاري ستونزو د حل او خلکو ته د دولت د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې نوي نوښتونه وکړي.

د مخابراتو وزير په ځانګړې توګه پر ځوانانو غږ وکړ، چې د ډيوې ويب پاڼې له لارې په دې سيالۍ کې د ګډون لپاره غوښتنه وکړي.

ده وويل، چې همدا اوس هم د ډيوې په نامه ويبپاڼه کې په دولتي ادارو کې نهه ډوله ستونزې مطرح شوې او هر څوک کولى شي، دغو ستونزو ته د معلوماتي ټکنالوجۍ پر مټ د حل لارې وړانديز وکړي.

هغه په دې پروسه کې د پوره روڼتيا ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې ټول نوښتونه يوځل د لومړۍ کمېټې، بيا د متخصصينو او په پايله کې د قضاوت د پلاوي لخوا ارزول کېږي او د همدغه پلاوي لخوا غوره نوښتونو ته د جايزو اندازه ټاکل کېږي.

د مخابراتو وزير وايي، دا لړۍ به درې کاله دوام وکړي چې ټولټال ورته د نړيوال بانک لخوا پنځه ميليون امريکايي ډالره ځانګړي شوي دي.

سنګين يادونه وکړه، چې په افغانستان کې له معلوماتي ټکنالوجۍ څخه ګټه اخيستنه د پراختيا په حال کې ده.

د ګرځنده ټيلېفون له لارې د پيسو لېږدول، د برېښناليک لېږل او د الوتکو له لارې د سفر لپاره د ټکټ اخيستل هغه څه دي چې د وزير په خبره په افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوجۍ کارونه ښيي.

Related Topics