Language

خلک د جلال اباد په قاسم اباد ښارګوټي کې خپلې پېرلې ځمکې غواړي

جلال اباد (پژواک ٦ غبرګولى ٩٢): د جلال اباد په قاسم اباد ښارګوټي کې ځمکې اخيستونکي وايي، څو کلونه کېږي چې پيسې يې تحويل کړې، خو ځمکې ورته نه دي ورکړل شوې.

په دغه ښارګوټي کې نومرې اخيستونکي لسګونه کسان د غبرګولي په ٦مه د ننګرهار ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو او ادعا يې کوله، چې اته کاله مخکې يې پيسې بانک ته تحول کړې، خو تر اوسه ځمکه نه ده ورکړل شوې.

د چپرهار ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ګل ملا پژواک خبري اژانس ته وويل، اته کاله کېږي په قاسم اباد ښارګوټي کې يې د يوې نومرې ځمکې اخيستو لپاره قانوني مراحل طى کړي او په بانک کې يې پيسې هم تحويل کړې، خو تر اوسه ورته ځمکه نه ده ورکړل شوې.

دى وايي: ((د کاغذ پر مخ ځمکه شته خو په عمل کې ځمکه نشته، ټوله غصب شوې ده.))

هغه د ننګرهار پر ولايتي ادارې نيوکه وکړه، چې په خپلو چارو کې پاتې راغلې او تل يې د غاصبينو ملاتړ کړى دى.

متقاعد ډګروال فرهاد پژواک  اژانس ته وويل، چې ده هم اته کاله وړاندې پيسې تحويل کړې خو لا يې هم ځمکه نه ده ترلاسه کړې.

دى وايي، په دې وروستيو کې په دغه ښارګوټي کې د غاصبينو له لوري ځمکې ونيول شوې، چې  يو شمېر چارواکو يې ملاتړ کاوه، له همدې له امله د سولې د ولايتي کمېټې د مشر ملک نظير په مشرۍ په کې جرګه وشوه او ١٥٠٠جريبه ځمکه يې په کې بېله کړه.

دى وايي: ((دغه ١٥٠٠ جريبه ځمکه هم اوس موږ ته نه راکوي، موږ قانوني اسناد لرو، په قانوني کار کې ولايتي اداره جرګې کوي.))

له دغو اعتراض کوونکو يو هم ګل نبي و، هغه ويل چې نور يې د چارواکو پر ژمنو اعتبار ختم شوى، ځکه څو کاله کېږي ژمنه ورسره کېږي او جرګو پرېکړې هم کړې خو عملي شوې نه دي.

هغه زياته کړه: ((موږ دغه راټول شوي خلکو په وار وار ويلي، چې خپل قانوني حق غواړو، خو چا مو پوښتنه نه ده کړې.))

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايت مقام څه موده وړاندې د قاسم اباد د مسئلې د حل په موخه يو پلاوى ټاکلى و، څو د ځمکو مستحق خلک معلوم کړي.

نوموړى وايي، ياد پلاوي د سولې د ولايتي کمېټې د مشر ملک نظير په مشرۍ ١٥٠٠ جريبه ځمکه يادو خلکو ته بېله کړې ده.

؛

هغه زياته کړه: ((نقشه ورته جوړه شوې، لږ څه ملاحضات شته، تر څو دا هم حل شي او ښاروالي به دغه ستونزه حل کړي.))

د عبدالزي په وينا، د دغه ښارګوټي مسئله له ډېرو کلونو راهيسې پرته ده، خو د ننګرهار ولايت مقام يې د حل پر وړاندې ګڼ اقدامات کړي دي.

ياده دې وي چې څه موده وړاندې يو شمېر معيبوينو او معلولينو د ننګرهار ښاروالۍ دروازه په دې موخه تړلې وه، چې د قاسم اباد په ښارګوټي کې ورته ځمکه نه ده ورکړل شوې.

Related Topics