غزني-لښکرګاه (پژواک ٦ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، د غزني د ناوې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان د دغه ولايت په مرکز کې د وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا پر ډزو ټپي شوى او دوه ملګري يې وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند فضل الرحمن سباوون د غبرګولي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پر قوماندان حاجي نقيب الله د خپل کور تر مخ وسله وال بريد شوى دى.
د نوموړي په وينا، پېښه د غزني ښار په سوېلي څنډه د څلورمې امنيتي حوزې په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
هغه زياتوي، وسله وال تښتېدلي خو پوليسو يې په سيمه کې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
ناوه ولسوالۍ له مرکزه ١٣٠ کيلومتره لرې سوېل ته د پکتيکا له وازې خوا سره ګډه پوله لري، چې له تېرو پنځو کلونو د طالبانو تر واک لاندې ده.
تر دې مخکې هم د غزني په ښار کې وسله والو موټرسايکل سپرو د پوليسو مشران او امنيتي سرتېري په نښه کړي دي.
د يادې پېښې په اړه تر دې مهاله طالبانو څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د هلمند په ګرمسير او مارجې ولسواليو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه کې يو شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې د ګرمسېر په صفار سيمه کې له پوليسو سره په نښته کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور له وسلو سره ژوندي نيول شوي دي.
ځواک زياتوي، چې په مارجه کې د ماين چاودنې يو پوليس ټپي کړى دى.