Language

د مشرانو جرګې د رييس سکرتر ووژل شو

جلال اباد (پژواک،٦ غبرګولى ٩٢): د ننګرهار چارواکي وايي، چې په چپرهار ولسوالۍ کې د مشرانو د جرګې د رييس فضل هادي مسلميار شخصي سکرتر وژل شوى دى.

د چپرهار ولسوال صديق د غبرګولى په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو د چپرهار په للمې سيمه کې ناپېژواندو وسله والو د شفيق په نوم يو تن په ډزو وژلى دى.

د ده په خبره، د پېښې په اړه په سيمه کې پلټنې روانې دي.

د يادې پېښې مسووليت تردې مهاله چا په غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics