پروان، لښکرګاه (پژواک ٦ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، د پروان په شينوارو ولسوالۍ کې د نړيوال خوراکي پروګرام پر کاروان د بريد پر مهال درې وسله وال وژل شوي او دوه ټپيان دي.
د شينوارو امنيه قوماندان سمونوال حسين شاه مقصودي د غبرګولي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د نړيوال خوراکي پروګرام کاروان باميانو ته پر لاره و، چې د وسله والو تر بريد لاندې راغى.
نوموړى زياتوي، چې جګړه سهار اته بجې د شينوارو په دراز ګرد کې پيل شوه او تر ماسپښين ناوخته پورې روانه وه.
د مقصودي په خبره، په جګړه کې د طالبانو د يوه قوماندان ملا نعمت الله په ګډون درې کسه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
امنيه قوماندان وايي، په جګړه کې نه امنيتي ځواکونو او نه هم د سيمې خلکو ته کوم زيان اوښتى دى.
د سيمې اوسېدونکى ننګيالى هم وايي، چې جګړه شاوخوا شپږ ساعته اوږده شوه او دواړو لورو په کې له سپکو او درنو وسلو کار واخيست.
د يو بل خبر له مخې، د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د خلکو په مرسته شپږ وسله وال طالبان ژوندي نيول شوي دي.
د نادعلي امنيه قوماندان لومړى څارن عمرجان حقمل وايي، چې وسله وال يې تېره شپه د سيمې د خلکو په مرسته په يو کور کې ونيول.
نوموړى وايي، په عملياتو کې درې کلاشينکوفونه او درې موټرسايکلونه هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
تر دې مهاله د پروان او هلمند د پېښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.