Language

د ګلران ولسوال له چاودنې روغ ووت

هرات (پژواک ٧ غبرګولى ٩٢): د هرات د ګلران ولسوال له يوې چاودنې روغ وتلى، خو يو ملکي وګړى وژل شوى او په غبرګون کې يې د سيمې خلکو د ولسوال موټر سوځولى دى.

د هرات د والي وياند محي الدين نوري د غبرګولي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ګلران د ولسوال مجيب الرحمن عبيدي پر موټر د ماين چاودنه تېر مازيګر رامنځ ته شوه.

نوري زياتوي، چې د ولسوال د موټر تر شا د مسافرو په يوه موټر کې يو ملکي کس وژل شوى دى.

د ګلران د قره باغي اوسېدونکى او عيني شاهد خالد وايي، چې په چاودنه کې د يوه ملکي وګړي تر څنګ يو پوليس افسر هم وژل شوى دى.

د ده په وينا، تر چاودنې وروسته د سيمې قهرېدلو خلکو د ولسوال موټر ته اور واچاوه او بيا يې د ولسوالۍ پر لور لاريون پيل کړ، خو پوليسو يې مخه ونيوه.

د والي وياند محي الدين نوري، د خلکو له لوري د ولسوال د موټر سوځول مني، خو په چاودنه کې د پوليس افسر وژنه يې رد کړه.

ګلران د هرات ښار لوېديځ ته په ٥٠ کيلومترۍ کې له ايران او ترکمنستان سره ګډه پوله لري.

طالبانو تر دې مهاله د يادې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics