محمودراقي (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٢): د کاپيسا امنيتي مسوولين وايي، چې په تګاب او اله ساى ولسواليو کې د عملياتو په ترڅ کې درې وسله طالبان وژلي او ٦٥مشکوک کسان نيولي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجليل شمس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په يادو ولسواليو کې د پرون ورځې له مازيګر راهيسې د ملي اردو او بهرنيو ځواکونو ګډ چاڼيز عمليات پيل شوي، چې يوه اونۍ به دوام وکړي.
ده زياته کړه، چې د دې عملياتو په ترڅ کې تراوسه پورې د اله ساى په شمال سيمه کې دوه وسله وال طالبان او د تګاب په ادوزيو سيمه کې يې يو طالب وژل شوى دى.
د هغه په وينا، په اله ساى ولسوالۍ کې نن له وسله والو مخالفينو سره د همکارۍ په تور ٦٥ مشکوک کسان هم نيولي، چې څېړنې ترې روانې دي.
خو د اله ساى د پراختيايي شورا مشر او د دې ولسوالۍ د شينکۍ سيمې اوسېدونکي حاجي عارف پژواک اژانس ته وويل، چې ياد شوي نيول شوي کسان ټول بې ګناه دي.
ده ادعا وکړه، چې په دغو عملياتو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ٥ نور ټپيان دي.
خو د کاپيسا د امنيت امر دغه خبره نه مني.
دغه راز د شينکۍ سيمې يو بل اوسېدونکى عبدالرووف هم وايي، چې په يادو عملياتو کې نيول شوي کسان له وسلوالو مخالفينو سره هېڅ تړاو نه درلود او عام وګړي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.