Language

“افغانستان دې د پاکستان پر وړاندې فرهنګي ډيپلوماسي غوره کړي”

کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩٢): د چارو ځيني شنونکي وايي، د افغانستان په اړه د پاکستان سياست بدلېدونکى نه دى او افغان حکومت ته په کار ده چې له دغه هېواد سره پر خپلو اړيکو او سياستونو له سره کتنه وکړي.

دوى وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې افغان چارواکو په تېره بيا ولسمشر کرزي په وار وار د پاکستاني چارواکو د  همکارۍ جلبولو په موخه دغه هېواد ته سفرونه کړي، خو هر ځل يې پايلې منفي وې.

هغوى په افغانستان کې د بهرنيو په ځانګړې توګه د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي لپاره د افغانانو پر يووالي ټينګار کوي.

د محمود طرزي فکري بنسټ نن په کابل کې په دې اړه چې اوس د افغان دولت لپاره څه کول په کار دي، د چارو يو شمېر شنونکي د بحث لپاره وربللي وو.

سياسي کارپوه لطيف نظري په دې ناسته کې وويل، افغان دولت دې نور دا تمه نه کوي، چې ګني د دوى د ښه نيت او دوستۍ د هڅو له امله به پاکستان د افغانستان پر وړاندې دښمنانه ستراتيژي بدله کړي.

نظري زياتوي، چې په افغانستان کې د امريکا په ګډون د نړۍ د ٤٥ هېوادونو شتون پاکستان دې ته اړ نه کړاى شو چې په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړي او له دې وروسته هم دا تمه ترې نه شي کېداى.

دى افغان دولت ته سپارښتنه کوي، چې د رسمي ډيپلوماسۍ پر ځاى چې د بهرنيو چارو وزارت له خوا تعقيبېږي، د پاکستان پر وړاندې د ده په خبره فرهنګي ډيپلوماسي خپله کړي.

هغه وايي، چې افغان دولت بايد د فرهنګي ډيپلوماسۍ له مخې د پاکستان سياسي ګوندونو، مدني بنسټونو، د بشري حقونو او ډيموکراسۍ پلوو بنسټونو، قومي مشرانو، ديني علماوو او بانفوذه څېرو ته مراجعه وکړي او ورسره د اړيکو د رامنځته کولو له لارې په خپله ګټه عامه افکار بدل کړي.

د ده په باور، اوسمهال په نړۍ کې مدني بنسټونه ډېر اغېز لري او له دې لارې افغان دولت کولى شي د پاکستان پر حکومت فشار راولي.

د هغه په باور پاکستان په کور دننه له حکومت پلوه له ډېرو ستونزو او ان د پاشېدلو له ګواښ سره مخ دى نو په داسې وضعيت کې افغان دولت ته په کار ده چې د پاکستان کمزورتياوې ورته ګوته کړي چې که لاسوهنه نه بندوي دوى به هم ورته کار وکړي.

ده له بلې خوا د بهرنيو ګواښونو د دفع کولو لپاره په هېواد کې پر ملي يووالي ټينګار وکړ او له افغان دولت څخه يې وغوښتل، چې د هغو ټولو بهرنيو دسيسو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي چې د هېواد د خلکو د نفاق لپاره کېږي.

دى همداراز د کارپوه کسانو په کار ګومارل او په حکومت کې اصلاحات هم د خلکو په يووالي رامنځته کولو کې اړين بولي.

بل سياسي شنونکى افغان ليکوال عبدالحميد مبارز هم په دې ناسته کې وويل، چې نور نو د پاکستان همکارۍ ته د افغان دولت انتظار بې ځايه دى.

دى وايي، چې له هند سره د افغانستان د اړيکو پراختيا او د افغانستان-تاجکستان او ايران ترمنځ د رېل پټلۍ په څېر د داسې نورو اقتصادي پروژو د پلي کېدو هڅو او هيلو چې کولى شي افغانستان له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودروي، د پاکستان دښمني نوره هم سخته کړې ده.

دى وايي، چې په دې وروستيو کې پاکستان د وسله والو ډلو له لارې هڅه کوي د افغانستان شمال ولايتونه چې پخوا په نسبي ډول ارام وو، ناارامه کړي.

د ده په باور، د پاکستان دا هڅې ښيي چې دغه هېواد نور نو په افغانستان کې په قطعي توګه سوله نه غواړي.

هغه په افغانستان کې د بهرنيو لاسوهنو او په تېره بيا د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي لپاره، د افغانانو ملي يووالى رامنځته کول تر ټولو اغېزمنه لاره بولي او پر دولت غږ کوي چې په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

 بل سياسي کارپوه او د ولسي جرګې غړى کمال ناصر اصولي بيا وويل، چې د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي لپاره اغېزمنه لاره دا ده چې د پاکستان نړيوال ملګري اړ ايستل شي تر څو پر دغه هېواد فشار راولي چې په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړي.

اصولي وايي، چې د افغان دولت د همکاريو له ټولو هڅو سره سره هم پاکستان په افغانستان کې له خپلې ناسمې ستراتېژۍ لاس وانه خيست.

ده هم وويل، چې بهرنۍ لاسوهنې يواځې هغه مهال بندېداى شي چې افغانان سره يو شي، پر يو او بل نوم يو بل ملامت ونه بولي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.