Language

جلال اباد کې د سره صليب دفتر مشر ټپي او څوکي دار يې وژل شوى

جلال اباد (پژواک ٩ غبرګولى ٩٢): نړيوال سره صليب په جلال اباد کې پر خپل دفتر د شوي بريد د غندلو ترڅنګ وايي، چې په دې پېښه کې يې د دفتر مشر ټپي او يو کارکوونکى وژل شوى دى.

يوې ډلې وسله والو ځانمرګو پرون مازديګر په څه کم شپږو بجو د جلال اباد ښار د ارزاقو په کوڅه کې د نړيوال سره صليب پر دفتر ډله ييز بريد وکړ، د دغه دفتر شاوخوا د پاکستان او ايران سفارتونه هم موقعيت لري.

په جينيوا کې د نړيوال سره صليب (اى سي ار سي) له خوا د غبرګولي په ٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په پروني بريد کې يې د يوه ساتونکي په ګډون دوه کارکوونکي وژل شوي او يو تن يې ټپي شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې په دې بريد کې يې نورو کارکوونکو ته زيان نه دى اوښتى.

په سوېلي اسيا کې د اى سي ار سي مشر جسکويس ډي مايوويلي : (( موږ دا بريد په سختو ټکو  غندو او د خپل وژل شوي همکار  کورنۍ ته د تسليت مراتب وړاندې کوو.))

په خبرپاڼه کې راغلي دي ، چې ددوى جلال اباد دفتر ٣٦ کارکوونکي لري، چې شپږ يې بهرنيان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، افغانستان په سيمه کې د دوى له لويو عملياتي سيمو دى، د دغه هېواد په ١٧ سيمو کې فعاليت کوي او ټول ١٨٠٠ کار کوونکي لري.

پرون د ننګرهار چارواکو ويلي وو، چې په دغه بريد کې د ځايي دفتر مشر او شپږ بريد کوونکي وژل شوي دي.

خو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي د غبرګولي په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون مازديګر مهال د سره صليب پر سيمه ييز دفتر درېيو وسله والو بريد کړى و او يوه يې ځان ته په دروازه کې چاودنه ورکړې وه.

هغه زياته کړه، چې دوه نور بريد کوونکي له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.

نوموړى وايي، چې په بريد کې د دفتر يو ساتونکى وژل شوى او د دغه دفتر مشر پيټر چې په لومړيو کې يې د مرګ راپورونه ورکړل شوي وو، ټپي شوى دى.

د هاشمي په وينا، د سره صليب په دفتر کې پنځه عرادې موټر هم سوځېدلي او ورسره په خوا کې يو کور هم لږ زيانمن شوى دى.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې بريدګر شپږ تنه وو، يوه يې ځان ته چاودنه ورکړه او پنځه نور په تېښته بريالي شوي دي.

سرچينه زياتوي، په اړه يې د کشفي ارګانونو پلټنې دوام لري.

د سيمې يوه اوسېددونکي اسلام الحق پژواک ته وويل، دوى په خپلو سترګو وليدل، چې څلور تنه دغه دفتر ته ننوتل.

هغه زياتوي، چې بريدګرو وروسته ډزې هم وکړې او بيا له ګاونډيو کورونو په استفادې په تېښته بريالي شوي دي.

بلخوا يوه بل عيني شاهد چې خپل نوم نجيب الله ښيي وايي، چې لومړى دوو بريدګرو پر څوکېدار ډزې وکړې او ودانۍ ته ننوتل.

د هغه په وينا، د دوى نور ملګري لرې ولاړ وو او د جګړې په پيلېدو سره هغوى هم ننوتل.

د ده په خبره، د دفتر تر څنګ کور کې دوه ماشومان هم په ښيښو ټپيان شوي دي.

د دغه بريد مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د ډله ييزو بريدونو لړۍ زياته شوې ده، تېره ورځ د پنجشېر ولايت پر ودانۍ هم ډله ييز بريد شوى و.

 

Related Topics