Language

د ماين چاودنې يوه ښځه او يو ماشوم ټپيان کړل

هرات ښار (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٢): د هرات ښار په پښتون پول سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنې دوه تنه ټپيان کړي دي.

د هرات د والي وياند محى الدين نوري پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا پنځو بجو رامنځ ته شوې، چې يوه ښځه او يو ماشوم په کې ټپيان دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي بيا وايي، دا ماين چې په يوه کثافت دانۍ کې ځاى په ځاى شوى، هغه مهال وچاودېد چې له سيمې څخه يو رينجر موټر تېرېده.

ده پژواک اژانس ته زياته کړه، په پېښه کې دوه ښځې چې له يوه نارينه سره پر موټرسايکل سپرې وې، ټپيانې شوې دي.

د هغه په وينا، د ماين هدف رينجر موټر و، خو زيان نه دى وراوښتى.

نوموړي د دې پېښې پړه پر وسله والو مخالفينو واچوله، خو دوى تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

پښتون پول د هرات ښار يوه تفريحي سيمه ده، چې د رخصتيو پر مهال په کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وي.

Related Topics