Language

د پنجشېر په بريد کې اوه بريد ګر او يو پوليس وژل شوي

دويم تعقيب-کابل (پژواک ٨ غبرګولى ٩٢): يو شمېر وسله والو ځانمرګو نن سهار د پنجشېر ولايت ودانۍ په نښه کړه او له پوليسو سره تر يوې لنډې نښتې وروسته له منځه يوړل شول.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغو ځانمرګو، چې ټول اوه تنه وو، غوښتل نن سهار شاوخوا درې نيمې بجې د دغه ولايت ودانۍ ته ننوځي، په پيل کې يې درېيو بريدګرو خپلو ځانمرګو واسکټونو ته چاودنه ورکړه او  وروسته يې څلورو نورو ملګرو په قراول کې له امنيتي ځواکونو سره نښته پيل کړه.

هغه زياته کړه، چې له نږدې نيم ساعته نښتې وروسته ټول بريدګر له منځه يووړل شول.

د ياد وزارت له خوا پژواک ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل، دا چې ټول بريدګر په ډېر کم وخت کې له منځه يووړل شول، څرګندوي چې د پوليسو وړتيا اوچته شوې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي له دغه بريده څو شېبې وروسته  ويلي، چې د دوى د ځانمرګو بريدګرو يوه ډله د اتو ساتونکو له وژلو  وروسته د پنجشېر ولايت ودانۍ ته ننوتلې ده.

نوموړى د نورو جزئياتو له ورکړې پرته ادعا لري، چې په دغه بريد کې يې د ولايت ودانۍ دننه مهم کسان وژلي دي.

Related Topics