غزني ښار (پژواک ۸ غبرګولى ۹۲): امنيتي چارواکي وايي، چې په غزني او ميدان وردګو ولايتونو کې په جلاجلا امنيتي پېښو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند ډګروال احمدجان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه د غزني د مقر ولسوالۍ په ديدانه سيمه کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوستو وکړ.
ده زياته کړه، وروسته سيمې ته د ملي اردو ځواکونه ورسېدل او له وسله والو طالبانو سره يې يو ساعته نښته وکړه، چې په ترڅ کې يې درې وسله وال طالبان ووژل شول او له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل يې هم له منځه يووړ.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې سيمه ييزو پوليسو او د ملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې په وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند احمدجان پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د سيداباد په اکاخېلو سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې وسله والو طالبانوغوښتل، په لويه لاره کې ماين خښ کړي.
د ده په خبره، په دې چاودنه کې درې طالبان وژل شوي او بل چاته زيان نه دى اوښتى.
نوموړى وايي، د دې ترڅنګ د ملي اردو ځواکونو د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۲ ماينونه او يو شمېر د هاوان مرمۍ او کلاشينکوفونه لاسته راوړي دي.
وسله والو طالبانوتراوسه د دې دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.