جلال اباد (پژواک ٨ غبرګولى٩٢) : د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى وايي ، چې د دغه ولايت قضايي ارګانونه د اړيکو او نورو جوړجاړيو په بدل کې يو شمېر مجرمين خوشې کوي.
شېرزي دغه څرګندونې د غبرګولي په ٨مه، د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د سولې او امنيت تر نامه لاندې د هغې غونډې په ترڅ کې رسنيو ته وکړې ، چې سلګونو ديني عالمانو پکې برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، چې د يادې ستونزې په اړه يې له ولسمشر سره خبرې هم کړې دي او له هغه څخه يې غوښتنه کړې، چې د ننګرهار په قضايي ادارو کې دې سالم بدلون رامنځته کړي.
نوموړى وايي : ((روابط پر ضوابطو ډېر غالب شوي او دغه کار لويه ستونزه رامنځته کړې ده، خو ما دا خبره تر مرکزه رسولې ده.))
والي وويل ، چې څوځلې امنيتي ځواکونو، غله، قاچاقبر،انسان تښتوونکي اونورمجرمين نيولي، خو قاضيانو د ځينو جوړجاړيوپه بدل کې بېرته خوشې کړي.
شېرزي زياته کړه : ((په خداى مې دې قسم وي ، چې دا ځل به په دغه اداره کې سالم بدلون رامنځته کوم.))
د ننګرهار والي يو ځل بيا پر ولسمشر اوسترې محکمې غږ وکړ، چې د ننګرهار قضايي اداره په فساد کې ښکيله ده او بايد مثبت بدلون په کې رامنځته شي.
په دغې ناسته کې يوشمېر ديني عالمانو پر سيمه ييزو چارواکو نيوکه وکړه او ويې ويل ، چې د اداري فساد مجرمينو ته سزا نه ورکولو په دغه ولايت کې حالت ورځ تر بلې خراب کړى دى.
د مولوي رستم په نامه يوه ديني عالم پژواک اژانس ته وويل، ورځ تر بلې د ولس او حکومت تر منځ واټن زياتيږي، چې يو ستر لامل يې هم د دولت نه پاملرنه ده.
دى وايي ، چې اداري فساد اوج ته رسېدلى، په هر ځاى کې روابط او پيسې په هر څه غالب دي.
هغه زياته کړه : ((په قضاء کې هم ستونزه موجوده ده، هر ځاى کې فساد اوج ته رسېدلى او تر څو چې ختم نه شي حالات به ورځ تر بلې خرابيږي.))
نوموړى قضايي ادارې ته په اشارې سره وايي ، چې ځينې څارنوالان، قاضيان او يو شمېر نور چارواکي د اړيکو او نورو جوړجاړيو په بدل کې ستر مجرمين له سزا څخه خلاصوي.
بلخوا د ننګرهار د استيناف محکمې مشر فضل هادي فاضل د والي ګل اغا شيرزي دغه تورنه په کلکه ردوي او وايي ، چې په هېڅ ډول د ننګرهار په قضايي اداره کې د جوړ جاړيو او معامله ګريو په بدل کې څوک نه دي خوشې شوي.
نوموړى وايي: ((دلته له موږ سره قانون موجود دى او موږ قانون پلى کوو، نه شو کولى چې له قانونه بلې خواته ولاړ شو.))
ياده دې وي،چې وړاندې تر دې هم يو شمېر کسانو په ننګرهار کې د قضائيه ادارې څخه شکايتونه کړي دي او ياده اداره يې په فساد کې ښکيله بللې، چې د ډيوې د طلاق موضوع يې د بېلکې په توګه وړاندې کولى شو، ياده موضوع لا هم د يو شمېر جوړجاړيو له امله هماغسې نيمګړې پاتې ده.