هرات ښار (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٢): په هرات کې لسو بېلابېلو فرهنګي او کلتوري ټولنو د “هرات کلتوري بهير” په نوم د يوې ځانګړې کلتوري ټولنې په چوکاټ کې ګډ کار پيل کړ.
د هرات د رسنيو د کور مدير او د والي وياند محى الدين نوري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ځانګړو او وړو ټولنو د اغېز د زياتوالي په موخه يې يوه ټولنه جوړه کړه.
هغه زياتوي، تر دې مخکې بېلابېلو کلتوري ټولنو ځانګړى او انفرادي فعاليت درلود، خو کار يې دومره اغېزمن نه و.
نوري وايي، دغه کار يې د ميډيوټيک په نوښت ترسره کړ، چې له دې وروسته به هره مياشت د ميډيوټيک په دفتر کې ګډه غونډه کوي.
تر دې مخکې په هرات کې د شينډنډ قلموال، سپينه ادې، ملالۍ کلتوری ټولنې، ځوان محصل، (ور) په نوم ادبی ټولنې، د لوی کندهار مدني ټولنې، د مومندو، ميدانيانو، افغانانو او څو نورو ټولنو په يواځې توګه فرهنګي او ادبي غونډې او فعاليتونه لرل.
د سپينې ادې په نوم د کلتوري ټولنې غړى ګل احمد نظري وايي، چې د کلتوري بهير په نوم د څو فرهنګي ټولنو يوځاى کېدنه به په هرات کې فرهنګي او ادبي هڅې پياوړې کړي.
د نظري په خبره، د کلتوري بهير لپاره به ټول په ګډه هڅه کوي او هم به د خپلو فعاليتونو لپاره ځانګړې تګلاره جوړوي.
“هرات کلتوري بهير” به د اونيزو مشاعرو ترڅنګ لرغوني ځايونه رغوي او په بېلابېلو برخو کې به فرهنګي فعاليتونه کوي.