Language

د اسلام کلا بندر کميسار له چاودنې روغ ووت

هرات (پژواک ٩ غبرګولى ٩٢): د هرات د اسلام کلا بندر کميسار سمونوال نثاراحمد پيکار له يوې چاودنې روغ ووت خو يو ساتونکى يې ټپي شوى دى.

سمونوال نثاراحمد پيکار د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، له اسلام کلا د هرات ښار ته پر لاره و، چې د سړک غاړې ماين پرې وچاودېد.

نوموړى وايي، په دې پېښه کې، چې د کوهسان ولسوالۍ په احمداباد سيمه کې رامنځ ته شوه، يواځې يو ساتونکى يې برسېرن ټپي شوى دى.

هغه د ماين چاودنې پړه د دولت پر وسله والو مخالفينو واچوله او وايي، چې تر دې مهاله د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي.

د سې شنبې په ورځ د ګلران ولسوال مجيب الرحمن عبيدي هم د ماين له چاودنې روغ ووت خو د سيمې يو اوسېدونکى په کې ووژل شو.

اسلام کلا بندر له هراته لوېديځ لور ته په ٥٠ کيلومترۍ کې پروت دى.

Related Topics