Language

هرات (پژواک ٩ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، په هرات  او بادغيس کې د څلورو طالبانو په ګډون ١٢ تنه وژل شوي دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د غبرګولي په ٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار وسله والو په شينډنډ کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ او وروسته نښته رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې د نښتې په پايله کې څلور وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د احمدي په وينا، په جګړه کې د حاجي داوود خان په نوم يو قومي مشر او يو بل ملکي کس هم وژل شوي دي.

طالبانو تر دې مهاله د شينډنډ د جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخي، پرون مازديګر په بادغيس کې د  نا مسووله وسله والو ترمنځ د ځمکې پر سر جګړه کې شپږ تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د دغه ولايت يو امنيتي چارواکى، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وايي، د غوث الدين او بسم الله په نومونو  د پخوانيو جهادي قوماندانانو تر منځ جګړه شوې ده.

سرچينه زياتوي، چې له دواړو لورو شږ کسه وژل شوي او درې تنه ټپيان دي.

د سرچنې په خبره، تر دې مخکې هم د يادو قوماندانانو تر منځ جګړې رامنځ ته شوې او مرګ ژوبلې هم ور اوښتې دي.