Language

هرات کې ډاياګ ته لسګونه ميله وسلې وسپارل شوې

هرات (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٢): په هرات کې ٨٥ ميله بېلابېل ډول وسله د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوه.

د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وسلې يې د تېرو دوو مياشتو په اوږدو کې د عملياتو پر مهال نيولې وې او نن يې ياد پروګرام ته وسپارلې.

ده زياته کړه، په وسلو کې کلاشينکوفونه، پيکا ماشيندار، ار پي جي راکټ او يوه اندازه مهمات هم شامل دي.

دغه راز د هرات امنيه قوماندان وايي، نن يې دوه قاچاق وړونکي له ٢٢ کيلوګرامه نشه يي توکو سره نيولي دي.

د ده په خبره، نيول شوي نشه يي توکي شل کيلوګرامه هيرويين او دوه کيلوګرامه چرس دي.

Related Topics